د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ایران سره اټومي تړون نشي ختمېدای: روحاني


ایرانی ولسمشر حسن روحاني وايي، د امریکا د نوي منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خبرداریو سربېره ممکنه نه ده چې له نړیوالو ځواکمنو هېوادونو سره د تهران اټومي موافقه ختمه کړل شي.

د ایران دولتي ټېلېوېژن د نومبر پر نهمه د روحاني په حواله په خپل خبر کې وویل چې نوموړي د کابینې غونډې ته ویلي چې اټومي توافق له یوه هېواد یا یوه حکومت سره نه دی لاسلیک شوی بلکې دا د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پرېکړه لیک له لارې منظور شوی دی.

روحاني غونډې ته وویل، دا شونې نه ده چې یو حکومت دا موافقه بدله کړي.

په ۲۰۱۵ز کال کې نړیوالې ټولنې پر ایران لګېدلي بندیزونه په دې شرط لرې کړل چې هغه هېواد به خپل اټومي فعالیتونه کموي.

د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل کیمپېن پر وخت دا تړون ((ناورین)) بللی وو او ویلي یې ول چې د دې منسوخول به یې له لومړیتوبونو څخه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG