د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما د واک سپارلو خبرو لپاره له ټرمپ سره ویني


پراګ - امریکايي ولسمشر باراک اوباما د هغه هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې بریا تر لاسه کوونکي رېپبلېکن ډونلډ ټرمپ ته سپینې ماڼۍ ته د ورتګ بلنه ورکړې چې ورسره د واک پر سوله ییز انتقال خبرې وکړي.

ټرمپ د نومبر پر ۱۰مه له خپلې مېرمن مېلانیا ټرمپ سره سپینې ماڼۍ ته ورځي او هلته له اوسني ولسمشر اوباما او د هغه له مېرمنې مېشېل اوباما سره ویني.

اوباما د چارشنبې پر مازیګر په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، ((په سوله ییز ډول د واک سپارل زموږ د ولسواکۍ مهم اصل یا نکته ده او په راتلونکو څو میاشتو کې به موږ ټولې نړۍ ته دا ښيیو.))

د نومبر پر اتمه په امریکا کې ولسمشریز او د کانګرس ټاکنې وشوې چې پکې ټرمپ د ډېموکراټ ګوند نوماندې هېلري کلېنټن ته ماتې ورکړه او ټاکل شوې چې د جنورۍ پر ۲۰مه د امریکا ۴۵م ولسمشر په توګه دنده پیل کړي.

اوباما دوه ځلې د هغه هېواد ولسمشر پاتې شوی.

د چارشنبې پر ورځ هېلري کلېنټن په نیویارک کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، ډونلډ ټرمپ ته باید د ((هېواد مشرۍ)) موقع یا فرصت ورکړل شي.

ټرمپ څوک دی؟ دلته یې ووینئ.

نوموړې وویل، په انتخاباتو کې خپله ماتې مني. کلېنټن د دې لپاره له خپلو ملاتړیو بښنه وغوښته:

((دا هغه نتیجه نه ده چې موږ غوښته او ورته مو زښتې هلې ځلې وکړې. زموږ د هېواد د ګډو ارزښتونو او نظریاتو په موخه په دې ټاکنو کې بریالي نشو، زه بښنه غواړم.))

هېلري کلېنټن وویل، ټرمپ ته دې د هېواد مشرۍ موقع ورکړل شي
هېلري کلېنټن وویل، ټرمپ ته دې د هېواد مشرۍ موقع ورکړل شي

تر کلېنټن وروسته ولسمشر باراک اوباما په خپلو خبرو کې ډونلډ ټرمپ ته مبارکي وویله.

ده زیاته کړه چې یوې ډلې ته یې دنده سپارلې چې د ولسمشر په توګه د ټرمپ سوګند یا لوړې مراسمو ته تیاری وکړي.

اخوا د کانګرس په انتخاباتو کې رېپبلېکن ګوند د امریکا په سېنېټ یا مشرانو جرګې او د استازو جرګې (ولسي جرګه) کې داسې اکثریت تر لاسه کړی چې نوي ټاکل شوي ولسمشر ته د قانون جوړونې وړتیاوې او صلاحیت وربښي.

تمه وه چې په هغو ایالتونو کې به ډېموکراټ ګوند زیاتې رایې تر لاسه کړي چې پکې د رېپبلېکن ګوند پلویانو اکثریت نشته. خو رېپبلېکن ګوند په هغو ایالتونو لکه پېنسلوېنیا، شمالي کیرولاینا، فلورېډا او نیو همپشایر کې د سېنېټ (سنا) په ټاکنو کې بریا ترلاسه کړه او په جرګه کې یې له ډېموکراټ ګونده زیاتې څوکۍ وګټلې.

د ۲۰۱۶ز کال د ولسمشرۍ او کانګرس انتخابات د امریکا په معاصر سیاسي تاریخ کې تریخ ټاکنیز کیمپېن بلل کېږي چې له کبله یې ولس وېشل شوی دی. خو بریالي نوماند ډونلډ ټرمپ د نومبر پر نهمه په خپله وینا کې پر ټولو امریکایانو د یووالي غږ وکړ او ژمنه یې وکړه چې دی به د ټولو امریکایانو ولسمشر وي.

XS
SM
MD
LG