د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې چاودنې اووه کسان وژلي


د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه ولسي وګړي وژلي دي.

د کندهار د رسنیو د دفتر مسؤل صمیم خپلواک مشال راډیو ته وویل چې د چارشنبې په مازدیګر پنځه بجې د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د تمبکول په سیمه کې د ملکي خلکو پر موټر د سړک د غاړې ماین الوتی چې په موټر کې درې سپاره ماشومان، دوه مېرمنې او دوه نارینه یې وژلي دي.

خپلواک وایي چې دا ماین دولت مخالفه وسله‎والو د افغان ځواکونو لپاره ایښی و. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG