د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغان ځواکونو سره خوستیانو ملاتړ وښود


د خوست چارواکو او د ولایتي شورا غړو د ځايي خلکو وغوښتل، چې خپل اولادونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته وروپيژني.

دوی زیاتوله، که افغان ځواکونه پیاوړي وي، نو په یاد ولایت کې شته امنیت به خوندي وساتل شي او خلک به له رواني او فزیکي ګواښ پرته خپلې چارې پر مخ بیايي.

بل لوري ته بیا قومي مشرانود امنیتي ځواکونو منسوبین د ټولنې یوه برخه وبلله او ډاډ يې څرګند کړ، چې دوی به د اړتیا پر مهال د امنیت او هیواد د ساتنې په خاطر له سرتیرو سره ملګري پاتې شي.

د چارشنبې په ورځ د خوست چارواکو له خلکو وغوښتل، چې خپل اولادونه د افغان امنیتي ځواکونو لیکو ته معرفي کړي او پدې توګه د خپل هېواد د امن او ثبات په ساتلو کې برخه واخلي.

دوی یادې څرګندونې د امنیتي ځواکونو لیکو ته د ځوانانو د ورپيژندنې په هغه غونډه کې وکړې، چې د خوست لسګونو قومي مشرانو، ځايي اوسیدونکو او د ملي اردو، ملي پولیسو، سرحدي ساتوکو او د ملي امنیت یو شمېر منسوبینو هم په کې برخه اخیستې وه.

د خوست د ولایتي شورا غړي نورشاه نوراني د غونډې ګډونوالو ته وویل:

((په ټولو مشرانو غږ کوم، چې خپل وروڼه او زامن په امنیتي لیکو کې شمولیت ته وهڅوي، تر څو لیکې يې پیاوړې او غښتلې شي، د دې وطن سره د دوی مینه زیاته شي، کچیرې ځواکونه مو پیاوړي شي، نو په خوست کې دا امنیت خوندي وساتل شي، په تېرو دوو کلونو کې ډیری شمېر ځوانان موږ ته راغلي، چې دوی غواړي د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت په لیکو کې شامل شي.))

قومي مشر حاجي ګل نواز هم په خپلو خبرو کې خلک او افغان ځواکونونه یو بل سره پیلي وبلل او ويې ویل، خلک به په هر حالت کې خپلو سرتیرو سره مرسته وکړي.

حاجي ګل نواز زیاته کړه:

((دا یو داسې کار وشو، لکه ټول چې عسکر وو، انشاالله د عسکرو سره به څنګ په څنګ ولاړ وو، دا ځنځیر د ملکي خلکو نیولې، تر ملي پولیسو پورې، تر ملي اردو او سرحدي پولیسو پورې دا ټول یو وجود یو، تاسو ته ډاډ درکوو چې موږ د خوست خلک به مړه شو، خو سنګر به چا ته ورنکړو.))

په خوست کې د ملي اردو ځواکونو درستیزوال محمود ځاځي د افغان پوځیانو پر وړتیا باور وښود او زیاته يې کړه، پدې وروستیو کې وسلوالو هڅې وکړې، چې موسی خيل او جاني خېلو ولسوالیو ته سقوط ورکړي او پدې توګه د وسلوالو د مشرانو یوه شورا دې سیمې ته ولیږدوي، خو بریالي نشول.

ډګروال محمود ځاځي وویل:

((دښمن غوښتل، چې په موسی خېلو او د جاني خېلو په ولسوالیو کې خپل شوم پلانونه پلي کړي، یادو ولسوالیو ته سقوط ورکړي، هغه شورا چې د دوی د مشرانو وه، یادو ولسوالیو ته يې انتقال کړي، مګر زموږ د بیدارو ملي دفاعي ځواکونو په هڅو او قربانیو هغه توطیه شنډه شوه او اوس په کې سوله او امنیت تامین دی.))

د خوست د سپیرې ولسوالۍ دوه تنو مشرانو هم وویل، چې ملي دفاعي ځواکونه د ولس یوه برخه ده او د اړتیا پر مهال به ورسره د سولې د تامین او د نظام د ټېنګښت په خاطر څنګ په څنګ ودریږي.

په غونډه کې خوست والي حکم خان حبیبي په ځانګړي ډول هغه شمېر ځوانان چې لوړې زده کړې لري او تر اوسه په ملکي اداره کې دندې نلري، غوښتنه وکړه، چې د افغان امنیتي ځواکونو لیکو ته ورشي، په هغه ځای کې په خپلو مسلکي څانګو کې دندې واخلي، تر څو له یوې خوا کاري بوختیا پیدا کړي او بل لوري ته د امنیتي او دفاعي ځواکونو صفوف هم په وړ کدرونو ډک شي.

XS
SM
MD
LG