د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانيو چارواکو شربت ګله له هېواده واېستله


شربت ګله
شربت ګله

پاکستاني چارواکو شربت ګله له خپلې خاورې وویستله. په پېښور کې د مشال راډیو خبریال وايي نوموړې نن سهار وختي له روغتونه واېستل شوه او د تور خم پر پوله له اړولو وروسته افغان چارواکو ته په لاس ورکړل شوه.

شربت ګله څو اونۍ وړاندې په پېښور کې په دې تور د پولیسو لخوا ونیول شوه چې د پاکستاني چارواکو په وینا ځان او کورنۍ ته یې جعلي شناختي کارتونه ترلاسه کړي وو.

د پاکستان جیو تلویزون په برقه کې د یوې مېرمنې ویډیو خپره کړه چې د پاکستاني سفارتکارو سره په موټر کې ناسته ده او د تورخم په لوري بیول کېږي.

تر دې وړاندې افغان چارواکو ویلي وو چې شربت ګله به له تورخمه په هیلي کوپټره کې کابل ته رسول کېږي چيرته چې هغه به د افغان ولسمشر اشرف غني سره ګوري.

د شربت ګلې ماشومان وار له مخې له پاکستانه ویستل شوي دي. د ولسمشر غني دفتر اعلان کړی چې د شربت ګلې او بچو لپاره یې په کابل کې یو کور د استوګنې لپاره ځانګړی شوی دی.

XS
SM
MD
LG