د لاسرسي ځای

ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو ولسمشران به د ۲۰۱۶ م کال تر پايه د یو ګډ پوځي کمېشن جوړولو لپاره ملاقات وکړي.

د روس تکنیکي پوځي همکاريو د وفاقي خدماتو چارواکي الکساندر فومېن پرون [دوشنبه] وویل چې د دواړو ولسمشرانو د دې لیدنې د وخت ټاکلو په اړه خبرې روانې دي.

د فومېن په وینا، په دې خبرو کې به روس د ترکیې حکومت ته د راکټو دفاعي سیسټم ورکولو په اړه هم بحث وشي. په ۲۰۱۵م کال کال کې د ترکیې او شام ترمنځ په سرحدي سیمو کې د ترکيې لخوا د روس د یوې جنګي الوتکې غورځولو ورسته د انقری او ماسکو تعلقات خراب شوي ول چې د بیا ښه کولو سلسله یې روانه ده.

XS
SM
MD
LG