د لاسرسي ځای

ملګرو ملتونو وېلي دي د افغانستان په کندوز ولایت کې د امریکايي هوايي بریدونو پر مهال د لسګونو ولسي خلکو د وژنې پیښې پلټنې کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یوناما وېلي چې په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل شوي دي. په وژل شویو او ژوبلو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي. په دغو بریدونو کې ۲۶ وسله وال طالبان هم وژل شوي وو.

په کندوز ولایت کې دا پیښه د روانې میاشتې په پنځمه نیټه رامنځ ته شوی وه.

بلخوا د بخښنې نړیوال تنظیم وايي، په کندوز کې پر ولسي وګړو بمباري په واضحه توګه د انساني حقونو سرغړونه ده. دې تنظیم د ملګرو ملتونو له لوري په دې اړه د خپلواکو څېړنو هرکلی کړی دی.

هلته یوناما وايي په افغانستان کې په دا ورستیو کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله زیاته شوې چې پکې یواځې په تیره اوونۍ کې ۹۵ کسان وژل شوي او ۱۱۱ ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG