د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراقي پوځ په یوه ډله ییز قبر کې سل مړي موندلي دي


د عراق پوځ وايي په یو اجتماعي قبر کې یې د خوا اوشا سلو کسانو خراب شوي مړي موندلي دي. عراقي ځواکونه د دغه هېواد موصل ښار د اسلامي دولت وسله والې ډلې نه د ازادولو لپاره په جنګ اخته دي.

د عراقي پوځ بریګیډیر جنرل یحي رسول وویل دغه مړي پرون د حمام العلیل نومې ښار ګوټي د یو زرعي کالج خوا ته موندل شوي دي.

نوموړي وویل چې د زیاتره مړو تشې ډهانچې پاتې دي او د لاشونو او جامو د خرابیدو لوجې دا معلومات مشکل دي چې وژل شوي کسان سرتیري دي او که ولسي خلک.

د حمام العلیل ښارګوټي د بیرته نیولو په موصل د عراقي ځواکونو برید ته لاره هواره کړی ده. یاد ښار ګوټې د موصل نه تقریباً ۱۵ کلومیټره جنوب اړخ ته پروت دی او خوا اوشا دوه کاله وړاندی اسلامي دولت وسله والې ډلی قبضه کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG