د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکایان خپل ولسمشر ټاکي


نن د نومبر پر اتمه نېټه په امریکا کې ولسمشریزه ټاکنې کېدونکې دي چې پکې به د ډیموکراټانو کاندیدې هیلري کلینټن او د ریپبلیکنو کاندید ډونلډ ټرمپ ترمنځ سخته سیالي وي.

په دې کې به د هغو امریکايي ریاستونو د خلکو رایې پرېکنده وي چې پکې یو ګوند هم څرګند اکثریت نه لري. د نومبر په اوومه دواړو کاندیدانو د دغه ډول یو شمېر ریاستونو وروستۍ دورې وکړې.

د امریکا ولسمشرۍ لپاره د ډیمواکراټانو کاندیدې هیلري کلینټن، د نومبر پر اتمه نېټه په دغه هېواد کې د راییو بهیر له پیلېدو سره سم په نیویارک ښار کې له خپل کور سره جوخت خپله رایه واچوله. د هغې د ولسمشرۍ مرستیال نوماند ټیم کېن د ورجینیا په رچمنډ کې له خپل کور سره نژدې انتخاباتي مرکز کې خپله رایه وکاروله.

هیلري کلینټن په نیویارک کې خپله رایه وکاروله
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:21 0:00

بلخوا ټرمپ د خپل کمپاین په وروستۍ ورځ له نارت کیرولاینا مخکې د فلورېډا ریاست دوره وکړه ځکه چې د ټرمپ لپاره د ۲۷۰ انتخاباتي څوکیو ترلاسه کولو په لړ کې په دغو دواړو ناڅرګندو ریاستونو کې بریا پکار ده. په امریکا کې وار له مخه نژدې ۴۰ فیصده امریکايي وګړیو رایې اچولې دي.

د راییو نظرپوښتنې ښيي چې کلنټن تر ټرمپ لږه وړاندې ده.

وار له مخه ټاکنې

د سشنبې ورځ د نومبر پر اتمه نېټه د امریکا متحده ایالتونو ولسمشرۍ ټاکنې پیلېږي. د دغه هېواد انتخاباتي سیستم له نورې نړۍ جلا دی، په یوشمېر ایالتونو کې وار له مخه هم ځینې خلک چې د انتخاباتو په ورځ ستونزه لري، رایې ورکولی شي خو دغه رایې تر انتخاباتو پنځوس ورځې مخکې ترسره کېږي.

د امریکا ټاکنو څارونکي وايي، دا ځل وار له مخه رایې خورا زیاتې اچول شوې دي چې د دوی په خبره تر ټولو ډېرې رایې اسپانویو امریکایي وګړو کارولې دي چې پکې د ډیموکراټانو کاندیدې هیلري کلینټن پله درنه ښکاري.

اسوشیېټېډ پرېس اژانس خبر ورکوي چې لږ تر لږه درې څلویښت اعشاریه دوه میلیونه کسانو د نومبر تر اوومې نېټې پورې رایېورکړې دي او اټکل کوي چې وار له مخه تر پنځوس میلیونه ډیرې رایېوکارول شي.

دا شمېره د امریکا د ټولو راییو ورکوونکیو څلویښت فیصده ده.

په دوه زره دولسم کال کې شپږ څلویښت میلیونه کسانو د انتخاباتو تر ورځې مخکې رایې ورکړې وې.

اسپانویو امریکایانو په فلوریډا، نواډا او کلوراډو کې وار له مخه رایېورکړې دي. ډونالډ ټرمپ باید په دغه ایالتونه کې انتخابات وګټي چې سپینې ماڼۍ ته ځان ورسوي.

په فلوریدا کې شپږ اعشاریه څلور میلیونه وار له مخه رایېاچول شوي، د اسوشیېټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې تر اټکل درې څلور برابره ډېرې رایې ورکړل شوې دي. دلته ډیموکراتانو نهه دېرش اعشاریه نهه فیصده او ریپبلیکنو اته دېرش اعشاریه پنځه فیصده رایې وړې دي.

په شمالي کیرولاینا کې هم تر اټکل ډیرې رایې اچول شوي، دلته ډیموکراتانو دوه څلوېښت او یپبلیکنو ته دوه دېرش فیصده رايې ورکړل شوي دي.

د هیلري کلینټن د کمپاین مسوول روبي مووک وویل، وار له مخه نتیجې پر دې دلالت کوي چې ډیموکراتان به نن (اتم نومبر) په ډاډه زړه رایېورکړي او اعتماد به یې پیدا کړی وي چې دوی مخکې دي.

مووک اې بي سي ټېلیویژن ته وویل، وار له مخه راییو ته ډېر ځیر دی، په فلوریدا کې په تیرو دوو ورځو کې د پام وړ رایېاچول شوي، همداراز په شمالي کیرولاینا او یو شمېر نورو سیمو کېد رایو پایلې یا نتیجې د دوی لپارهډېرې هڅوونکې او مثبتې دي.

په نواډا کې هم د هیلري کلینټن لپاره وار له مخه دوو څلوېښت فیصده او ډونالډ ټرمپ ته شپږ دېرش فیصده رایېورکړل شوي دي.

ډونالډ ټرمپ بیا په وار له مخه راییو کې په اریزونا، لووا او اوهایو کې مخکې دی.

په اریزونا کې ټرمپ څلوېښت فیصده او هیلري کلنټن څلور دېرش فیصده رایې اخیستې دي.

XS
SM
MD
LG