د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګډاني د بیړۍ په پیښه کې د مړو شمیر ۲۵ ته ورسید


د بلوچستان د لسبېلې ضلعې په ګډاني کې د یوې سمندري بېړۍ د ماتولو او کباړولو پر مهال د اور لګېدو په پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۵ ته رسيدلې او اته څلويښت نور پکې ژوبل دي.

د اتوار په ورځ د لسبېلې مرستيال کمشنر سيد ذوالفقار علي شا صوبايې حکومت ته ورکړي خپل راپور کې وويل چې په بېړۍ کې د اور لګېدو پيښه د ټېکه دار د غفلت له وجې شوې ده.

د نوموړي په خبره د اور لګېدو پر وخت په بېړۍ کې پنځه اتيا کسانو کار کاوه چې ډيرې يې د خېبر پښتونخوا اوسیدونکي وو.

دغه پيښه چې يوه اونۍ مخکې شوې وه په ژوبلو کې یې زیاتره هغه مزدوران شامل دي چې د بېړۍ د ماتوللو پر مهال پرې یو ګېس سیلېنډر وچاودېدو.

د ګډاني دغه سیمې ته سمندري بیړۍ (جهازونه) ماتولو او کباړولو ته وروړل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG