د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق: د داعش تر ولکې لاندی ښارګوټي بیا نیولو عملیات پیل شول


د عراق کرد ځواکونو د موصل په ختیځ کې د داعش تر ولکې لاندي ښار ګوټي بیرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

د ګل په ورځ خوا اوشا دوه زره پېشمرګه ځواکونه د موصل په شمال ختیځ کې د نزدې دیارلسو کلومیټره په فاصله کې پروت ښارګوټي باشیکا ته داخل شول.

د اتوار/یکشنبې ورځ کرد ځواکونو په عملیاتو کې د پرمختګ کولو سره په دې ښارګوټي د توپو ګولې واورولې.

د عراق حکومتي ځواکونه تیره اونۍ موصول ته داخل شول او د ښار ختیځ په شاوخوا سیمو کې یې له وسله والو د ځینو سیمو نیولو سره لږ و ډېر پرمختګ وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG