د لاسرسي ځای

تازه خبر

کلنټن د برېښنالیکونو معامله کې سپینه شوه


د اېف بي ای د وروستيو پلټنو تر افشاکېدو وروسته د هيلري کلینټن د انتخاباتي کمپاين وياند، براين فالون پر خپله ټويټرپاڼه وليکل، د ده ټيم خوښ دی چې دغه مساله يوې خوا ته شوه.

د امريکا تحقيقاتو فېډرالي ادارې (ايف بي ای) مشر جېمز کومې د هغه هېواد کانګرس ته ويلي چې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د ډيموکراټانو کانديدې هيلري کلینټن د شخصي اي ــ مېلونو د وروستيو پلټنو پايلې د تېرې جولايي مياشت د هغو په څېر ښيي چې نوموړې د کوم جرم مرتکب شوې نه ده.

يادې ادارې د مېرمن کلینټن د هغه وخت شخصي اي ــ مېلونه پلټلي کله چې هغه د امريکا د بهرنيو چارو وزيره وه.

د امريکا په کانګرس کې د ريپبلیکنو يو غړي، جيسن شيفيټز تاييد کړې چې د ايف بي ای مشر په کانګرس کې د چارو د څار کمېټې ته د خپلو وروستيو پلټنو رپورټ لېږلی دی.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د امريکا د ولسمشرۍ چوکۍ ته د ريپبلکنو کانديد، ډونلډ ټرمپ بيا په ډيټرويټ ښار کې د خپل انتخاباتي کمپاين يوې غونډې ته ويلي چې هيلري کلینټن مجرمه ده. هغه زياته کړې، دا خبره خپله کلنټن، د تحقيقاتو فېډرالي ادارې او د امريکا ولس ته مالومه ده.

د تحقيقاتو فېډرالي ادارې مشر جېمز کومې د نومبر پر ۲۸ مه، چې د امريکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته يوازې دوه اوونۍ وخت پاته و، کانګرس ته په يوه مکتوب کې ويلي ول چې ادارې ته يې د مېرمن کلینټن ځينې نور شخصي اي ـــ ميلونه په لاس ورغلي دي او دوی به يې پلټنې وکړي.

تر دې خبرې سمدستي وروسته د ولسمشرۍ چوکۍ لپاره د کلینټن پلويانو په شمېر کې د پام وړ کمی وليدل شو.

د ايف بي ای د وروستيو پلټنو تر افشاکېدو وروسته د هيلري کلینټن د انتخاباتي کمپاين وياند، براين فالون پر خپله ټويټرپاڼه وليکل، د ده ټيم خوښ دی چې دغه مساله يوې خوا ته شوه.

ډونلډ ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاين پر مهال په بيا بيا د هیلري کلینټن د شخصي اي ـــ ميلونه موضوع راپورته کړې او ويلي يې دي چې نوموړې د دې لپاره چې حکومتي رازونه يې خوندي نه دي ساتل شوي، بايد محاکمه کړل شي.

د امريکا په کانګرس کې د ريپبلیکنو غړي او د ولسي استازيو د جرګې مشر پال راين د نومبر پر ۶ مه په يوه بيان کې وويل چې د کلینټن د کړنو په ترڅ کې د امريکا حکومت رازونه او د امريکايانو امنيت له خطر سره مخامخ شوي.

XS
SM
MD
LG