د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ مشر د نهو وسله والو د پانسۍ امر لاسلیک کړ


د پاکستان پوځ مشر جنرل راحیل شریف د دې هېواد د قامي هوايي کرښې (پي ای اې) په الوتکې د برید کوونکیو په ګډون نهو وسله والو ته د پانسۍ ورکولو امر لاس لیک کړی دی.

د ګل په ورځ د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې ای اېس پي ار لخوا په جاري شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې وسله والو کې د شپږو تعلق له ناقانونه ګرځول شوي تحریک طالبان پاکستان او د درې د لشکر اسلام وسله والې ډلې غړي دي.

د ای ایس پي ار په وینا دا وسله وال په ترهګرۍ، د عام ولس او لېویز چارواکو په وژنو او په پوځ بریدونو کې ککړ دي چې پرضد یې په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلېدلې وې.

په دوی کې د ساجد نومې وسله وال په اړه ویل شوي چې د تحریک طالبان پاکستان غړی دی او په پېښور کې د پي ای اې په الوتکه په ډزو کې ککړ دی.

وسله والو لا هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG