د لاسرسي ځای

په لوګر کې ځوانانو ته د کار موندنې مهارتونه ښودل کېږي 


په لوګر کې درې زره ځوانانو لپاره چې لږ تر لږه د دوولسم ټولګي فارغان دي، د کار موندنې د مهارتونو د زده کړې پروګرام پیل شو.

یاد پروګرام چې (زده کړه د کارموندنې لپاره) نومیږي، د لوګر د ولایت مقام په مالي لګښت او د موفقیت په نوم د یو مدني بنسټ په تخنیکي همکارۍ پرمخ بیول کیږي.

د یکشنبې په ورځ د موفقیت بنسټ مشر سمیع الله رحماني د دې پروګرام د ارزښت په تړاو مشال راډیو ته وویل، لدې کبله چې زموږ د ټولنې ځوان کهول نشي کولای په سمه توګه خپل راتلونکې پاب تصمیم ونیسي او په ځانګړي ډول دوی د کار موندنې په برخه کې له ګڼو ستونځو سره مخامخ دي، نو غواړو د دې برنامې د پلي کیدو له لارې هغوی پر لازمو مهارتونو سمبال کړو.

سمیع الله رحماني زیاتوي:

((زموږ اکثریت ځوانان دا مهارت نلري چې څرنګه ځانونو ته دندې پیدا کړي، یا څنګه خپله سي وي جوړه کړي او یا څنګه انټرویو ورکړي، دوی خپل پلار، ورور او یا خپل ملګري ته اړ وي چې دنده ورته پیدا کړي او یا یې کوم دفتر ته وروپېژني، نو انشاالله دغه پروګرام چې موږ په لوګرکې د جناب والي صیب په مالي مرسته پیل کړ، ۳۰۰۰ ځوانان به د ۲ میاشتو لپاره پدې برخه کې زده کړې ترلاسه کوي، تر اوسه دا پروګرام په افغانستان کې بې ساری دی.))

د یاد بنسټ د ښځو چارو مشره انجیلا رحماني وایي، د دوی موخه لدې برنامې څخه د ځوانانو د استعدادونو تبارز او وده ده.

دې زیاتوي، ډېری ځوانان کله چې له دولسمو ټولګیوفاغیږي، بیا نو د تحصیلاتو دوام او یا کارموندنه ورته ګرانیږي، نو ناهیلو سره مخیږي او بهرنۍ نړۍ ته په غیرقانوني لارو خطرناکو سفرونو ته ملاوې تړي.

انجیلا رحماني پر نشو د ځوانانو د روږدیدو اساسي لاملونه هم د تحصیلي امکاناتو نشتون او بیکاري په ګوته کوي.

بل لوري ته د لوګر والي محمد حلیم فدایي وايي،د دې لپاره چې زموږ ځوانان په سمه توګه خپل لید لوری وټاکي، پر ځانونو باورمند شي، ځانته د کار او پیشې انتخاب وکړي، دې مسالو لپاره لازم ظرفیت او اهلیت پیدا کړي، نو د موفقیت بنسټ سره مو په ګډه په لوګر کې د ځوانانو لپاره دا پروګرام پیل کړ.

د لوګر د ولایت شورا مشر سید قریب الله سادات د ځوانانو د ظرفیت لوړونې لپاره دا پروګرام اغېزمن بولي غوښتنه کوي، چې دا ډول برنامې باید دوامداره وساتلی شي، تر څو زموږ هغه زرګونه ځوانان چې تر اوسه وزګار دي او له ناهیلیو سره مخامخ دي، پر ځان بسیا شي او د ټولنې په فعالو اشخاصو بدل شي.

XS
SM
MD
LG