د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ پر پاناما اسنادو دستاویزي ثبوتونه غواړي


د پاکستان سپریم کورټ د پاناما اسنادو په کېس کې د فریقېنو لخوا د نورو شواهدو وړاندی کولو لپاره د نومبر ۱۵ مه نیټه ورکړه.

د ګل په ورځ د اورېدنې پرمهال د سپريم کورټ چیف جسټس انور ظهير جمالي وويل چې په دې لړ کې د وزیراعظم نوازشریف خلاف د لګول شوي تورونو جاج اخیستل یې اولنۍ ترجیح ده او دا معامله زر تر زره سر ته رسول غواړي.

په دغه کېس کې د اوریدنې پرمهال د وزير اعظم نواز شريف بچو خپل جوابونه په سپريم کورټ کې جمع کړل خو عدالت له دواړو خواوو غوښتنه وکړه چې د خپل خپل دریځ په حق کې دې دستاویزي ثبوتونه وړاندی کړي.

د پاناما اسنادو په کېس کې د وزیراعظم د ځوي حسین نواز او لور مریم نواز جوابونه د هغوي د کورنۍ وکیل سلمان اسلم بټ وړاندې کړل چې پکې د مریم نواز لخوا ویل شوي په پاناما اسنادو کې د ذکر شوي جایداد پېسې یې نه دي ورکړې او دا چې هغه د نيلسن او نيسکول کمپنیو مالکه نه بلکې ټرسټي یا امانت ګره ده.

هلته د حسين نواز لخوا په جواب کې بیا ویل شوي چې هغه په بهرو هيوادونو کې له تيرو ۱۶ کلونو راهیسې د قانون مطابق کار روزګار کوي او په پاناما اسنادو کې یاد کړل شوي جاییدادونه له د 2005 م کال نه وړاندی د هغه نه وو.

د دوي وکیل سلمان اسلم بټ عدالت ته دا هم وویل چې د عمران خان لخوا د وزیراعظم په ځامنو حسن او حسین لګول شوي تورونه هغوي رد کړي دي.

ياده دې وي چې د پاناما اسنادو په کېس کې د وزير اعظم نواز شريف لخوا لا له وړاندی جواب جمع کړی شوی چې پکې نوموړي په پاناما اسنادو کې له راغلي جايداد او کمپنیو انکار کړی دی.

د پاکستان تحریک انصاف او یو شمیر نورو سیاسي ګوندونو لخوا د پاناما اسنادو په لړ کې د وزیراعظم او دهغه د بچو خلاف د تحقیقاتو په اړه سپریم کورټ کې درخاستونه جمع کړی شوي وو او په دريم نومبر د سپريم کورټ پنځه کسيزي بنچ دا فيصله کړي وه چې په دې لړ کې به یو کسيز کمېشن جوړيږي.

XS
SM
MD
LG