د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل امنیتي چارواکي وايي ۱۹۱ ورانکاري نیول شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د کابل امنیه قومنداني وايي چې په تېرو دوو اوونیو کې یې په کابل ښار کې د جنايي جرمونو په تړاو ۱۹۱ تنه نیولي دي.

امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي د یکشنبې په ورځ خبریالانوته وویل چې له دې سره په خوا کې کابل پولیسو د ښار له بېلابېلو سیمو یوه اندازه مهمات او وسلې هم راټولې کړې دي.

"د کابل پولیسو په بېلابېلو جرایمو په تور چې په هغه کې تروریستي، جنايي او پلان شوي جرایم شامل دي ۱۹۱ تنه د کابل پولیسو نیولي دي "

ښاغلي رحیمي په داسې حال کې په کابل ښار کې د جنايي پېښود کموالی خبره کوي، چې تېره شپه نامعلومو وسله والو له کلا فتح الله سیمې څخه یو اسټرلیايي مېرمن تښتولې ده.

دغې مریمن له اکبر موسسې سره د ښځود ظرفیت لوړه ولو په برخه کې کار کوو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG