د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا انتخابات او د نوماندانو وروستۍ هڅې


هیلري کلنټن او ډونلډ ټرمپ
هیلري کلنټن او ډونلډ ټرمپ

د امریکا د ولسمشرۍ ټول ټاکنې د نومبر په ۸ مه نېټه ترسره کېږي. دواړو نوماندانو هیلري کلنټن او ډونلډ ټرمپ تر دې وړاندې د ملک په بیلا بیلو برخو کې د ویناوو له لارې د رایه ورکونکیو د راجلبولو هڅه وکړه.

ټرمپ د خالي په ورځ پینسیلوینیا، شمالي کیرولاینا او فلوریډا ته سفر وکړ، دا هغه ریاستونه دي چې پکې دواړه ګوندونه یو شان پلویان لري.

ټرمپ به د یکشنبې په ورځ هغو سیمو ته هم ځي چې پکې د ډیموکریټک ګوند زیات پلویان دي.

بلخوا د ډیموکریټک ګوند کاندیده هیلري کلنټن هڅه کوي چې پر افریقایي،او لاطیني امریکایانو او ښځو باندې زیاته پاملرنه وکړي. د اې بي سي او واشنګټن پوسټ د یوې تازه سروې تر مخه چې نن سهار وختي خپره شوې کلنټن د ټرمپ نه پنځه پواینټه مخکې ده.خو په دا ډول نورو نظر پوښتنو کې دواړه له یوبل سره نږدې مقابله کې دي دي.

د امریکا د ریپبلکن ګوند کاندید ډونلډ ټرمپد خالي په ورځ په نیواډا ایالت کې د وینا په وخت د امنیتي ساتونکیو له لوري د غونډې له ځایه وایستل شو.د راپورونو له مخې، ټرمپ د دوو خفیه پولیسو لخوا له سټېجه د لږ وخت لپاره بهر ته یووړل شو.ده وروسته د امنیتي ساتونکیو د خدمت ستاینه وکړه.

د امریکا د خفیه پولیسو امنیتي ادارې وروسته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ډونلد ټرمپ د ملاتړ کوونکو په منځ کې یو چا په غونډه کې د وسلې د موجودیت خبره وکړه خو له څېړنې ورته څرګنده شوه چې غونډې ته چا وسله نه وه راوړې.

امریکايي رسنۍ وايي چې په دې تور پوستی تن ونیول شو خو بېرته خوشي کړل شو.ټاکل شوې ده چې د راروانې نهې په ورځ په امریکا کې د ولسمشرۍ انتخابات وشي.

XS
SM
MD
LG