د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د ولسي پولیسو شوراګانو فعالیت پیل کړ


د شنبې په ورځ په خوست کې د ولسي پولیسو په نوم د شوراګانو د جوړولو پروګرام پیل شو.

هغه کنفرانس چې په همدې موخه د خوست د ټولو ولسوالیو د لسګونو قامي مخورو، مدني فعالانو او دیني عالمانو همدارنګه د کورنیو چارو وزارت د راغلي پلاوي په ګډون جوړ شوی وو، ویناوالو د پولیسو او خلکو تر منځ د همکارۍ د ډېریدو په موخه د ولسي پولیسو د شوراګانو جوړول یو ګټور ګام وباله.

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت مشال راډیو ته وویل، چې د دې پروګرام په عملي کېدو سره به د پولیسو او خلکو تر منځ اړیکې ډېرې شي.

د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو لوی رییس محمد همایون غونډې ته وینا کوي
د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو لوی رییس محمد همایون غونډې ته وینا کوي

ده زیاته کړه، د ولسي پولیسو اداره به په منظم ډول په ښوونځیو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د امنیتي، جنايي، ټرافیکي او نورو پېښو د واقع کیدو په باب د پولیسو سره د اړیکو د قایمولو د لارو چارو په اړه پلاني درسونه پر مخ بوځي.

مل پاسوال فیض الله غیرت زیاته کړه:

((دغه ولسي پولیس د خلکو او پولیسو تر منځ نږدې روابط رامنځته کوي او د خلکو او پولیسانو مسوولیتونه ټاکي، دوی به په کلیو او ولسوالیو کې خپل پروګرامونه په مشورو پر مخ وړي، د جرایمو د مخنیوي لارې چارې خلکو ته ښودل کیږي، په مکاتبو کې د زده کوونکو لپاره پلاني درسونه لري، چې متعلیمن باید د ځنو پېښو په وخت کې څه وکړي، کچیرې ټرافیکي حادثه رامنځته کیږي، پدې اړه هم دوی ته درسونه ویل کیږي او پدې توګه ولس او پولیسو اړیکې نورې هم نږدې کیږي.))

د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو لوی رييس مل پاسوال محمدهمایون عیني وايي، چې د دې پروګرام لومړنۍ فکر او ایډیا په ۲۰۱۴ کال کې هغه مهال چې ډیری نړیوال ځواکونه د افغانستان څخه ووتل، د پراخو ولسي مباحثو په نتیجه کې پیدا شوه او ښې حکومتوالۍ پورې تړلې موضوع ده.

جنرال عیني زیاتوي، په بحثونو کې څرګنده شوه، چې امنیت د خلکو سره په تفاهم او همغږۍ کې نیول کیدایشي، د پولیسو لخوا بایدولس سره دیکتاتورانه چلند ونشي، ځکه امنیت په زور نه تامینیږي.

د اسماعیل خېلو او مندوزیو په ولسوالۍ کې د ولسي پولیسو د نوې جوړې شوېمشورتي شورا مشر نورشاه نوراني وايي، چې د امنیت تامینول د خلکو او پولیسو په متقابلو همکاریو پورې تړلې مساله ده.

د دې شوراګانو د اغېزو په باب نورشاه نوراني وايي:

((دا شوراوې به وکولای شي، چې په یو شمېر مشکوکو فعالیتونو او تروزیستي کړنو کې، د مخدره توکو د مخنیوي په کار کې د پولیسو سره همکارۍ پاتې شي، واقعاً دا شوراګانې په خپل ځای کې مهمې تامیمدای شي، ځکه کچیرې د ولس همکاري د پولیسو سره نه وي، معلومه خبره ده چې پولیس په یواځې ځان امنیت نشي راوستلای.))

د خوست یو تن قومي مشر حاجي ګل نواز وايي د ولسي پولیسو بهیر به د خلکو او پولیسو تر منځ د اړیکو یو زنځیر وي او دا کار به د خلکو د ژوندانه د هرې برخې لپاره په ګټه تمام شي:

((د ولسي پولیسو د ایجاد پروسه د خلکو د تجارت لپاره، د امنیت لپاره، د زده کړو د ښه بهیر لپاره او بیارغونې د چټکتوب لپاره دا ډېر ګټور پروګرام دی، نو هیله مو داده چې دا به د ولس او عسکري قوتونو تر منځ د اړیکو یو زنځیر شي، ولسي قوتونه، قومونه او پولیس به دا ټول یو زنځیر وي.))

د ولسي پولیسو د شوراګانو د جوړولو د پیل په کنفرانس کې خوست والي حکم خان حبیبي په خپلو خبرو کې وویل، چې د خلکو او پولیسو متقابلههمکاري له پخوا نه پدې ولایت کې شته او په خوستموجود امنیت د دې خبرې یو ثبوت دی.

ده ټېنګار وکړ، کچیرې پولیس خپلو دندو ته ژمن وي او ولس سره د خدمتګارو افرادو په توګه صمیمانه چلند وکړي، نو باور لري، چې ولس به دوی سره خپله همکاري ډېره کړي او دا کار به په یاد ولایت کې د امنیتي، جنايي، ټرافیکي او نورو ورته پېښو په کمولو پوره اغېز ولري.

XS
SM
MD
LG