د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکایي چارواکو د ولسمشرۍ انتخاباتو کې د ممکنه ترهګرو بریدونو خبردارې ورکړی


امریکايي چارواکو خبردارې ورکړی دې چې کیدای شي د القاعده شبکې ملاتړي د امريکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ترهګريز بریدونه وکړي.

پرون په واشنګټن کې د امريکا يوې حکومتي سرچینې ویلي چې ځنو وفاقي ايجنسېانو ځايي چارواکي او رياستونه په دې اړه باخبره کړي دي،خو دا يې هم ویلي چې د ممکنه بریدونو ګواښ په ټیټه کچه دی.

د القاعده د پلویانو لخوا د دې ممکنه بریدونو په اړه خبرداری نیویارک،ټکسس، او ورجینیا رياستونو ته ورکړل شوی دې.

سي بي ایس نیوز چینل ویلي د ترهه ګريزوحملو ممکنه ګواښ له انتخاباتو یوه ورځ مخکې یعني د نومبر په ۷ نیټه دی.خو امریکايې چارواکي وايې ښييٍ کومه ترهه ګره ډله غواړي د دې ګواښونو له لارې کوم څوک وهڅوي چې برید ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG