د لاسرسي ځای

په افغانستان کې د القاعده مشر فاروق القطاني په هوايي برید کې وژل شوی:پینټاګان


د امریکا دفاع وزارت تاييد کړې چې په افغانستان کې د القاعده مشر فاروق القطاني تېره میاشت په هوايي برید کې وژل شوی دی. دفاع وزارت د القاعده لپاره د القطاني وژنه سخته ضربه بللې ده.

امریکایي بې پیلوټه الوتکو القطاني او د هغه بل ملګری بلال العتیبي په دوو بېلو پېښو کې د اکتوبر په ۲۳مه په کونړ کې په نښه کړل. د امریکا د دفاع وزارت د رسنیو د برخې چارواکي پیټرکوک پرون وویل، القطاني چې په سیمه کې د القاعده شبکې مشر وو، وژل شوی دی خو د العتیبي د وژلو خبر تر اوسه کره نه دی.

XS
SM
MD
LG