د لاسرسي ځای

باید سېنېټ د پرویز رشید په اړه پلټنې وکړي:رباني


په پاکستان کې د سېنېټ مشر رضا رباني وايي که د اطلاعاتو پخواني وزیر پروېز رشید د معاملې په اړه پلټنې کول وي نو باید چې د سېنېټ له لارې وشي. نوموړي د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډې ته وویل چې د پوځ په ګډون د هرې ادارې د تحقیقاتو خپل نظام موجود دی او پکار ده چې د سېنېټر پروېز رشید په اړه پلټنې هم د سېنېټ د اخلاقیاتو کمېټۍ وکړي. د پاکستان حکومت وايي، د اکتوبر پر شپږمه نېټه د پاکستان په ((ډان)) ورځپاڼه کې د ترهګرۍ ضد قامي تګلارې غونډې په اړه د يو ((خودساخته)) راپور خپرېدل د اطلاعاتو وفاقي وزير پرويز رشيد د لرې کېدو سبب شوی.

حکومت وايي، شواهد ښيي چې د اطلاعاتو وزير په دې لړ کې بې غوري کړې.په دغه راپور کې ليکل شوی وو چې په ياده غونډه کې ولسي چارواکیو د هېواد پوځي مشرانو ته ويلي وو چې هېواد په نړيواله توګه د يواځېتوب خوا ته روان دی نو پکار ده چې په هيواد کې د سختدريځو ډلو پرضد کاروايي وکړل شي. خو پوځ او حکومت دواړو دغه راپور بې اساسه ګرځولی.

XS
SM
MD
LG