د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېنېټ قایمه کمېټي: په اقتصادي راهدارۍ کې غربي لار په نظر نه راځي


د سېنېټ قایمه کمېټۍ وفاقي حکومت ته ویلي دي که په پاکستان چين اقتصادي راهدارۍ کې له پښتون مېشتو سيمو تېريدونکې غربي لار شامله وي نو ورته دې وښايې او که چېرې دغه لار وجود نه لري نو بیا دې په رسنیو کې د دې لارې په اړه له اشتهارونو خپرولو ډډه وکړي.

بلخوا حکومت وايي د دې لارې په اړه چې وزیر اعظم کوم لوظ کړی هم په هغه نقشه به دا منصوبه سرته رسوي.

په اسلام اباد کې د زیارت په ماښام د مواصلاتو لپاره د سېنېټ قایمه کمېټۍ غونډه د سېنېټرمحمد داود اڅکزي په مشرۍ وشوه.

له غونډې وروسته له مشال راډیو سره په خبرو کې محمد داود وویل که څه هم وفاقي حکومت ادعا کوي چې له پنجابه د تېريدونکې مشرقي لار سره يې سم د غربي لارې په جوړولو هم کار پیل کړی خو د ده په خبره دغه کار په يوه سيمه کې هم په نظر نه راځي.

نوموړي له حکومته غوښتي چې کمېټۍ ته د روان کار په اړه مالومات ورکړي چې تر دې دمه يې څومره کار کړی: (( په غربي لاره خو تر دې دمه کار شورو شوی هم نه دی او حکومت لوظونه کوی چې دا به وکړو او دا به وکړو . حکومت چې کار وکړي نو ښکاره به شي خو تر اوسه دوي یو انچ کار هم نه دی کړی.دا ادعاوې ښه اثر نه غورځوي او له دې به نورې خبرې جوړې شي. نو موږ حکومت ته وویل چې کار نه کوۍ نو خپله مشهورتيا هم مه کوئ اوخلکو سره غلط بیاني مه کوۍ ))

مشال راډيو چې په چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې د غربي لارې په اړه د خیبرپښتونخوا د حکومتي ډلې د صوبايې اسمبلۍ غړي ډاکټر حیدر علي نه وپوښتل نو هغه وویل چې دوي خو له اولې ورځې راهيسې د وفاقي حکومت د دې زیاتوب پرضد اواز پورته کړی: (( دوي خو به له اوله موږ ته دا خبره کوله چې دا درې لارې دي او په دې درې واړو به یو ځای کار شورو کېږي او دا درې واړه د کاریډور برخه دي . او د دوي وینا وه چې کوم خلک اندېښنې لري دا بې ځایه دي خو اوس داسې ښکاري چې دوي دغه پروژه تر پنجاب پورې محدود ساتي او نورې شاته پاتې صوبې له نظره ویستل کېږي . خو چې کله پرمختګ د یوې صوبې پورې محدود وساتل شي نو دا خو د پاکستان ترقي نه شوه او د دې نه به په نورو صوبو کې احساس محرومي هم رامنځ ته کيږي .دوي چې د پاکستان د یو والي ادعاوې کوي نو زه ګڼم چې دا به په هغې کې یو لوي خنډ وي )))

مشال را‌‌ډیو چې په دې اړه د وزیراعظم نوازشریف د ځانګړي سلاکار امیرمقام نه وپوښتل نو هغه وویل چې ځنې خلک د خپلو سیاسي ګټو لپاره دا منصوبه لانجه منه کوي :(( له دې نه ځنې خلک سیاسي مسله جوړوي او دا یواځې د یوې صوبې لپاره نه ده او د دې ګټه به ټول پاکستان ته رسي او دا منصوبه خو ترګوادره رسېدلې او هغه د مغرب په طرف هم او د مشرق په طرف هم رسېدلې ده))

د قایمه کمېټئ په غونډه کې وفاقي حکومت ته دا هم وویل شول چې د موټروی خواو شا ابادۍ لره دې په موټروی کې ملازمتونه ورکړي.

XS
SM
MD
LG