د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېف بي ای له کلنټن سره اړوند د ولسي ناقرارۍ جعلي دستاویزاتو پلټنه کوي


د رپورونو له مخې د امريکا ياده وفاقي تحقيقاتي اداره د هغو اووه مخي اليکترانيکي ياداښت کتنه کوي

رويټرز خبري اژانس رپورټ ورکوي چې د امريکا ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې لاسوهنې په اړه د وفاقي تحقيقاتي ادارې (اېف بي ای) پلټنې هغو جالي دستاويزاتو ته هم غځول شوي چې ښيې کېدې شي د صدارتي کانديدې هيلرې کلنټن کمپاين خطرنک شکل خپل کړي او نوموړې په انتخاباتو کې د خپلې بريا يقيني کولو لپاره په ولس کې ناارامي رامنځ ته کړي.

د امريکا استخباراتي چارواکو په شخصي توګه خبرداری ورکړی چې د روس لخوا د امريکا ولسمشرۍ انتخاباتو شفافيت مشکوکه ګرځولو کمپاين د ډيموکراټ ګوند ايمېلونو (بريښنا ليکونو) ته د لاسرسي او د هغې په ډاګه کولو نه تېر شوی او اوس دې ته رسيدلی چې په ووټونو کې د درغلېو يا نورو ناسمو مالوماتو په اړه خيالي ثبوتونه خپاره کړي.

د رپورونو له مخې د امريکا ياده وفاقي تحقيقاتي اداره د هغو اووه مخي اليکترانيکي ياداښت کتنه کوي چې د هيلري کلنټن سياسي مخالف ډونلډ ټرمپ پخواني ملګري روجر سټون د اکتوبر په شلمه ټويټر باندې خپور کړی وو.

دغه ياداشت چې د کلنټن کمپاين چلونکي يې دروغ بولي په کې دا ادعاوې شوي چې د مېرمن کلنټن په ملاتړ کې د رايو د کمي وروسته نوموړې سخته ستراتژي خپله کړې . په دغه اليکترانيکي ياداشت کې په نوموړې تور لګيدلی چې د نومبر په اتمه د انتخاباتي عمل د ګډوډلو لپاره د راډيو لاجېکل (تابکاري) او ډرټي بمونو د لارې د حملو پلان لري. مالومه نه ده چې دغه سازشي مالومات له کومه ځایه راغلي او څنګه پر انټرنېټ خپاره شوي. خو د ريپبلکن ګوند صدارتي کانديد ډونلډ ټرمپ پخواني ملګري روجر سټون د نومبر په څلورمه په ټويټر ليکلي ول چې هغه ته دغه دستاويزات د اي مېل له لارې ورسېدلي ول. نوموړی دغه مالومات له يوې مقالې سره تړي چې وايي دغه دستاويزات له یوه ناڅرګندنامه ( Anonymous) د انټرنېټ ته په پټه تلونکې یوې سرچینې (هېکنیګ ګروپ) جوت کړي ول.

XS
SM
MD
LG