د لاسرسي ځای

تازه خبر

له اروپايي ټولنې د برتانیا بېلېدو بهیر به څنګه پیلېږي؟


د لندن اعلا عدالت پرېکړه کړې چې د پارلېمان غړي باید رایه ورکړي چې ایا برتانیا کولای شي چې له اروپايي ټولنې څخه د بېلېدو بهیر پیل کړي او که څنګه؟

تېر مازیګر د عدالت پرېکړه دا معنا لري چې حکومت د اروپايي ټولنې لېزبن موافقې ۵۰ مه ماده یا دفعه نشي عملي کولای. د موافقې د دې مادې له لارې به برتانیا په رسمي ډول او په خپله خوښه دا وايي چې له اروپايي ټولنې څخه د بېلېدو اراده لري. یوه حکومتي ویاند ویلي، د دې پرېکړې ننګولو لپاره به سپریم کورټ ته ځي. د ویاند نوم نه دی ورکړل شوی خو وايي، ((هېواد یې د هغې ټولپوښتنې له لارې له اروپايي ټولنې څخه د جلا کېدو په حق کې رایه ورکړې وه چې د پارلېماني قانون په نتیجه کې شوې وه.)) ویاند زیاتوي، ((حکومت ژمن دی چې د ټولپوښتنې پایلې درناوی وکړي.)) وزیراعظمې ټيریسا مې ویلي، د راتلونکي کال د مارچ تر پایه به د لېزبن موافقې پر ۵۰مې مادې عمل پیل کړي. د اروپايي ټولنې نورو ۲۷ غړو ویلي دي چې له ټولنې څخه د برتانیا وتلو په اړه خبرې اترې تر هغو نشي پیلېدای چې لندن د موافقې ۵۰ مه ماده نه وي عملي کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG