د لاسرسي ځای

د بښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) د کندوز په بمبارۍ کې د وژل شویو ولسي وګړو لپاره د انصاف غوښتنه کړې.

د دې ادارې د جنوبي اسیا څانګې مشرې چمپا پټېل تېره ورځ په یوه بیان کې ویلي، د ناټو او امریکايي ځواکونو له خوا د بشري حقونو سرغړونو پخوانیو پېښو پلټنې هم نه دي شوي او نه یې هم عاملینو ته سزا ورکړل شوې.

د پټېل په خبره، د کندوز بمبارۍ ((وژل شوي د انصاف مستحق دي.)) نوموړې زیاتوي چې روان کال د افغان ولسي وګړو د مرګ ژوبلې له پلوه خورا خونړی کال دی.

XS
SM
MD
LG