د لاسرسي ځای

تازه خبر

شربت ګله افغانستان ته لېږل کېږي


د جاذبو سترګو نړیوال شهرت لرونکې شربت ګلې ته د پېښور یوه خصوصي عدالت د پنځلس ورځو د بند او یو لک لس زره روپۍ جرمانې پرېکولو سزا اورلې ده.

د شربت ګلې مدافع وکیل محسن داوړ مشال راډيو ته وویل، د دې موکلې خپله ګرمتیا ومنله چې په غبرګون کې ورته عدالت خپله پرېکړه واوروله. د عدالتي پرېکړې له مخې شربت ګله روغتون ته لېږدول شوې ده او پاته شپې به هم هلته په روغتون کې تېروي.

د افغان سفارت له لوري د شربت ګلې مقدمې لپاره ګمارل شوی چارواکی نسیم کاکړ وايي چې هغې وار دمخه په بند کې ۱۱ ورځې تېرې کړې دي او ښايي هغه د راتلونکې نهې/سېشنبې په ورځ خوشې کړل شي او په هم هغه ورځ به افغانستان ته ولېږدول شي. د کاکړ په خبره عدالت په خپله پرېکړه کې ویلي چې دا به له پاکستانه اېستل کېږي.

کاکړ زیاتوي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني امر کړی تر هغو دې شربت ګله له هېڅ رسنۍ سره خبرو ته نه پرېښودل کېږي چې تر څو هغه خپل هېواد افغانستان ته نه وي ستانه شوې. شربت ګله به خپل وطن ته له رسېدو سره سم په ارګ کې د افغان ولسمشر ځانګړې مېلمنه وي.

د تېرې شورو/چارشنبې ورځ (۳۰م اکټوبر) د پېښور اېف ای اې دفتر سرچينو خبر ورکړ چې، افغان کډواله شربت ګله يې د جعلي شناختي کارډ لرلو په تور نیولې ده.

د یاد دفتر سر چينو مشال راډيو ته وويل چې شربت ګله يې د پيښور له نوتيې سيمې په دې تور نیولې چې خپل او د خپلو دوو زامنو لپاره یې د پاکستان جعلي شناختي کارډونه جوړ کړي ول او د دغه تور له کبله یې پر هغې تر ۴۱۹ او ۴۲۰ دفعې لاندې مقدمه درج کړې وه.

شربت ګلې هله په ۱۲ کلنۍ کې د خپلو شنو راښکوونکیو سترګو له کبله نړیواله پېژندګلو ومونده چې په ۱۹۸۵ م کال کې د نېشنل جیوګرافیک ګڼې پر خپله مخپاڼه د هغې یو عکس خپور کړی وو.

د هغې دغه تصویر په پېښور کې د افغان کډوالو په ناصرباغ پنډغالي کې د نېشنل جیوګرافیک یوه فوټوګرافر سټیو مککري اېستلی وو.

د سږني کال په فېبرورۍ مياشت کې پاکستانيو رسنيو یو خبر ورکړی وو چې "نادرا" شربت ګلې او د هغې دوو زامنو ته شناختي کارډونه ورکړي دي، چې په اړه یې وروستو اېف ای اې پلټنې پيل کړې.

په پېښور کې د شربت ګلې نیونې نړیوال غبرګون راپارولی وو. د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشری حقونو ګڼو فعالانو پر پاکستان سرکار غږ وکړ چې دا دې خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG