د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: په خپل نامه هېڅ بهرنۍ شتمني نه لرم


د پاکستان وزير اعظم نواز شريف په پاناما اسنادو کې په خپل نامه په بهرنیو هېوادونو کې د کمپنیانو له درلودلو انکار کړی دی.

نن زیارت/پنجشنبه په سپريم کورټ کې د پاناما اسنادو معاملې په اړه د درخواستونو اورېدنه وشوه چې پکې د وزير اعظم وکيل نواز شريف ځواب وړاندې کړ. په ځواب کې ویل شوي چې دی په بهرنیو هېوادونو کې په خپل نامه هېځ اپارتمان او نه هم جایداد لري.

د وزير اعظم لخوا دا هم ويل شوي دي چې هغه هر کال خپله مالیه یا ټېکسونه پرې کړي دي.

په ځوابي اسنادو کې ويل شوي دي چې د 2013 م کال د خپلې ټولې شتمنۍ حساب کتاب ښودلی دی او د نواز شريف بچیان خپل کاروبارونه لري او پلار یې نه ساتي نو دی د پاکستان ایين ۶۲ مو او۶۳مو شقونو لاندې نااهله نشي ګرځول کېدلی.

خو د وزير اعظم اولادونو لخوا په عدالت کې د ځواب په نه وړاندېکولو سپريم کورټ خپګان ښودلی، پر دې مهال د قضايي جرګګۍ (بنچ) یوه جج وينا وه چې دا شان د عدالت وخت خرابېږي. سپريم کورټ تر راتلونکې دوشنبې/ګل پورې د وزير اعظم له بچیانو ځواب غوښتی دی.

د سپريم کورټ بهر له مطبوعاتو سره په خبرو کې د تحريک انصاف مشر عمران خان وويل چې له تېرو اوو (۷) مياشتو راهیسې د پاناما معامله روانه ده او حکومت نن هم له عدالته وخت وغوښتلو۔ وزير اعظمپارلېمان ته ويلي ول چې دی احتساب ورکولو ته تيار دی او چې اوس عدالت ځواب غواړي نو دی یې ولې نه ورکوي۔ د نواز شريف ځواب راغلو او د بچیانو هغه یې نشته۔ اصل مسله خو یې د بچیانو ده.

دواکمن ګوند مسلم لیګ ن غړي او د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف مطبوعاتو ته وويل چې د عدالتونو احترام کول ضروری دی او دوی په سپريم کورټ پوره باور لري. او ټولو ښکېلو غاړو ته په عدالتي کاروايانو باور کول پکار دی.

د سپريم کورټ پراخې قضايي جرګګۍ (لارجر بنچ) د پاناما اسنادو پلټنو لپاره د سپريم کورټ پر یوه جج مشتمله د یوې یو کسیزه قضايي جرګګۍ یا کمېشن جوړولو اعلان هم وکړچې د پاناما اسنادو راتلونکیو انکشافاتو پلټنې وکړي.

ياده دې وي چې پاکستان تحريک انصاف، جماعت اسلامي، عوامي مسليم ليګ او جمهوري وطن ګوند د پاناما اسنادو پلټنو لپاره په سپريم کورټ کې آيني درخواستونه جمع کړي ول.

XS
SM
MD
LG