د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغان او بهرنیو ځواکونو په ارزګان کې ۱۴۰ وسله وال وژلي'


د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال داود شاه وفادار
د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال داود شاه وفادار

په جنوب کې د دفاع وزارت مسوولین وایې، په ارزګان کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې یې د طالبانو د دوو قومندانانو په ګډون ۱۴۰ وسله وال وژلي او ۹۲ نور یې ژوبل کړي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال داود شاه وفادار نن ازادی راډیو ته وویل چې دغه عملیات له تېرو څلورو ورځو راهیسې روان دي.

(دغه عملیات چې موږ پیل کړي، ۱۴۰ تنه له دوی څخه مړه دي چې د دوی غټ قومندانان هم مړه شوي او ۹۲ نفره ټپیان دي.)

نوموړی وایي په دغو عملیاتو کې ۹ میله سپکې او درنې وسلې هم تر لاسه شوي او لا هم عملیات روان دي. خو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG