د زیارت یا پنجشنبې پر سهار د کراچۍ په لانډي ريلوي سټيشن د مسافرو د دوو ريل ګاډو تر مينځه ټکر کي د وژل شووو کسانو شمير يولسو ته ورسیدو اوپینځه ديرش نور ژوبل دي
د پاکستان سرکاري ريډيود چارواکو په حواله واي دا حادثه هغه وخت وشوه کله چي په پليټ فارم فريد ايکسپريس ولاړ وو او زکریا ايکسپریس ورسره وجنګيدو
دغه دواړه ريل ګاډي د پنجاب نه کراچي ته رسيدلي وو
بلخواد پاکستان شخصي رسني او ټيلي ويژنونه د ريسکيو سرچينوپه حواله واي چي دي حادثه کي څوارلس کسان وژلي شوي دي ،
تر دا مهال چارواکو ددي حاد ثي سبب نه دي ښودلي
د پوليسو په خبره امدادي کارواياني رواني دي او ژوبل شوي کسان روغتونونو ته وړل شوي دي ،