د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تېرو لسو کلونو کې ۸۲۷ خبریالان وژل شوي: یونیسکو


د ملګرو ملتونو تعلیمي او کلتوري اداره یونيسکو وايي، په تېره یوه لسیزه کې د نړۍ په کچه په هرو پینځو ورځو کې یو خبريال وژل شوی دی.

یونيسکو په خپل تازه راپور کې چې د چارشنبې په ورځ خپور کړل شو ويلي چې په تېرو لسو کلونو کې 827 خبريالان وژل شوي دي. په دې کې يوازې په ۲۰۱۵م کال کې ۱۵ خبريالان ووژل شول.

د ملګرو ملتونو دا اداره وايي چې په تېره یوه لسیزه کې ۲۰۱۵ م کال د خبريالانو لپاره دوهم زيات خونړی کال و. د یونيسکو د راپور له مخې عراق او شام چېرته چې داعش ډلې زیات خبریالان اعدام کړي د خبريالانو لپاره له حده زیاته خطرناکه سیمه وه.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې د راپور له مخې په ۲۰۱۴م او ۲۰۱۵م کلونو کې په اوکراین کې اووه، په افغانستان کې پنځه او په پاکستان کې څلور خبریالان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG