د لاسرسي ځای

ترکیه دې له پاروونکي ګامونو ډډه وکړي: العبادي


د عراق وزیراعظم حېدر العبادي دیوې خبری غونډې پرمهال

د عراق وزیراعظم حېدر العبادي دیوې خبری غونډې پرمهال

د عراق وزيراعظم حیدر العبادي ترکيې ته خبرداری ورکړی چې له پاروونکو اقداماتو لاس واخلي.

ترک پوځ د سېشنبې په ورځ خپل ټېنکونه او توپخانې له عراق سره پولې ته نږدې سیمو ته ولېږل چې له موصل ښاره ډېره فاصله نه لري. د عراق وزيراعظم د سشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې بغداد له ترکیې سره جنجال يا جنګ نه غواړي خو د پېښېدو په صورت کې عراقي ځواکونه ورته تیار دي.

العبادي زياته کړه چې بغداد د ترکیې ځواکونه په موصل ښار کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد په روانو عملیاتو کې له مداخلې منع کړی دی او که چيرې ترکيه په دې جنګ کې شامله شي نو عراق به د دښمن په توګه ورسره مخامخېږي.

ترکيې خپل ټېنکونه او توپخانې په سوهېل ختيځ کې له عراق سره پولې ته نږدې ځای پر ځای کړي دي. انقره وايي، که اړينه وه نو ترک ځواکونه د عراق خاورې ته دننه لېږلای شي. د ترکيې بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوګلو د اکتوبر پر ۲۵مه ويلي ول چې که چيرې د دوی امنيت ته خطر پېښ شو نو کېدای شي په عراق کې دننه ځمکني عمليات تر سره کړي.

XS
SM
MD
LG