د لاسرسي ځای

افغانستان: لویه څارنوالي د ښځو پرضد د تشدد مخنیوی غواړي


د افغانستان لویه څارنوالي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د ځینو عدالتي، سیاسي او اداري اقداماتو غوښتنه کوي.

په سېشنبه لوی څارنوال فرید حمیدي چې د څارنوالانو د ملي کنفراس د پای په مراسمو کې یې خبرې کولې، وویل چې د ښځو پر ضد تشدد کم شوی خو دغه اقدامات کافي نه دي.

ښاغلي حمیدي له وزیرانو شورا وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجراییه رییس په همدې غونډه کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی د اندیښنې وړ وباله. عبدالله عبدالله وايي نن هم نجونې او ښځې له تشدد، د جنسي تیریو له ګواښ او بېلا بېلو ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG