د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مومندو کې د ماین چاودنې یو ولسي وګړی وژلی


د مومند ایجنسۍ په کوډاخېلو کې د سړکغاړې ماين چاودنې یو ځایي وګړی وژلی دی.

په سيمه کې لېویز ځواکونه وايي د کوډاخېلو استوګن امان الله نومي ډریور په خپل ګاډي کې کور ته روان وو چې له یوې امنيتي پوستې سره نږدې د سړکغاړې ماین ورباندې وچاودېدلو. د چاودنې په نتيجه کې نوموړی پر هغه ځای وژل شوی او ګاډی يې په بشپړه توګه تباه شوی دی.

د دې پيښې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار قبوله کړی ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG