د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه فرهنګیان د خیال استاد په ویاړ غونډې کوي


د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) پاڼې ته ښه راغلاست.

په پېښور، کابل، دوبۍ او د نړۍ په یو شمېر نورو ښارونو کې پښتنو فرهنګیانو د نومیالي هنرمند خیال محمد استاد اوونۍ لمانځلو تابیا کړې ده.

په دې لړ کې لمانځغونډې د نومبر له لومړۍ نېټې پیلېږي چې د اوونۍ تر پایه به روانې وي.

په هارون باچا هنري ګړۍ کې مو، په پېښور او دوبۍ کې له هغو فرهنګیانو سره خبرې کړې دي چې د خیال محمد استاد په ویاړ غونډې جوړوي.

دوی وايي، خیال استاد د پښتو موسیقۍ هنر په برخه کې تر لسیزو کار کړی دی او دا غونډې د هغه د خدماتو اعتراف لپاره جوړېږي.

په خپرونه کې خپله له خیال محمد استاد سره هم لنډه مرکه اورېدای شئ.

د خپرونې ګډونوالو خبرې او د خیال استاد سندرې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

پښتانه فرهنګیان د خیال محمد استاد په ویاړ غونډې کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:08 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG