د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: حکومت له عدالتي حکمه سرغړونه کوي


د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان پر حکومت تورې پورې کړی چې له هغه عدالتي حکمه سرغړونه کړې چې د ګوند د احتجاج په مخ کې يې د خنډ نه اچولو په اړه کړی وو.

د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې له مطبوعاتو سره د خبرو پر مهال عمران خان پوښتنه راپورته کړه چې اسلام اباد های کورټ امر کړی وو چې د تحريک انصاف په مظاهرو کې دې هيڅ ډول خنډ نه اچول کېږي نو بيا ولې حکومت دده د کور لار تړلې او دی يې يو ډول نظر بنده کړی دی.

اسلام اباد های کورټ د پنجشنبې په ورځ د نومبر په دومه نيټه د تحريک انصاف له لورې د ښار تړلو په اړه د جمع شويو درخواستونو د اورېدني پر مهال ويلي وو، هيڅوک اجازه نلري چې ښار وتړي ځکه چې دا د ولسي حقونو ضد کار دی.

عدالت پوليسو ته امر کړی وو چې په ښار کې دې خنډونه يا رکاوټونه نه دروي او عمران خان ته دې د غونډې لپاره جلا ځای و ټاکي.

خو عمران خان حکومت ته خبرداری ورکړ چې د نومبر په دومه نيټه به د ولس زور و ويني.

نوموړي دا خبرې په داسې حال کې کړې چې د جمعه په ماښام د تحريک انصاف غړيو مظاهره کوله چې له پوليسو سره يې نښتې وشوې.

پوليسو ځينې غړي و نيول چې د راخوشي کولو لپاره يې تحريک انصاف په اسلام اباد های کورټ درخواست جمع کړی دی.

هلته په پنډۍ ښار کې د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد د جمعې په ورځد احتجاجي مظاهرې اعلان کړی وو خو د حکومتي بنديز له وجي یې و نکړای شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG