د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د تحریک انصاف لسګونه کارکنان نیول شوي


پاکستانیو پولیسو په اسلام اباد کې د تحریک انصاف تر پنځوسو زيات کارکنان نیولي او پر مظاهرو یې بندیز لګولی دی.

بېګا شپه د عمران خان تحریک انصاف پلویانو په اسلام اباد کې احتجاجي مظاهره کوله چې له کبله یې د ښار په بېلا بېلو برخو کې له پولیسو سره نښتې هم وشوې او د ښځو په ګډون د ګوند ګڼ غړي او کارکنان ونیول شول. تر دې وروسته، عمران خان خبریالانو ته وویل، نه یوازې به د نومبر پر دویمه درنا کوي بلکې نن (جمعې ورځ) به هم جلسې ته ځي:

(زموږ ځوانان تکړه دي، هر څه ته تیار دي، خو دوی چې زموږ له ښځو سره څه وکړل، هغې راته تکلیف رسولی دی. د دوی له احتجاجه پاکستان ته څه تاوان رسېده؟ دوی داسې څه کار کاوه چې تاواني وو؟ زه [نن] د شیخ رشید جلسې ته ځم. که حکومت مې نیسي نو ومې دې نیسي، زه تیار یم.)

عمران خان تيره شپه د حکومتي کارويانو پر ضد نن په ټول هيواد کې د احتجاج اعلان کړې هغه زیاته کړه چې هېڅ يو ځواک یې د احتجاجونو مخه نشي نیولای ځکه چې دا یې قانوني، جمهوري او اییني حق دی.

هلته وفاقي حکومت تر دوو میاشتو په راولپېنډۍ او اسلام اباد کې د ۱۴۴ دفعې تر لاندې پر مظاهرو او احتجاجونو بندیز لګولی دی.

تحریک انصاف د مسلم لیګ (ن) پر حکومت او وزیراعظم نواز شریف د درغلۍ تور پورې کوي او ورنه یې د پاناما اسنادو معاملې د پلټنو غوښتنه کړې. خوحکومت په اداري فساد کې د ککړتیا تور ردوي. حکومت وايي چې وزير اعظم نواز شريف او د هغه کورنۍ په کرپشن کې ککړ نه دې خو بيا هم په هر فورم خپل احتساب او جواب ورکولو له تيار دې۔

XS
SM
MD
LG