د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې پر یوه کور د چاپې مهال څلور وسله وال وژل شوي


په کوټه کې پر یوه کور د امنیتيو ځواکونو په یوه چاپه کې څلور وسله وال وژل شوي او درې پولیس سرتېري ژوبل دي.

په کوټه کې د فرنټیېر کور (ایف سي) ځواکونوویاند وايي، بېګا شپه یې له پولیس سرتېرو سره یوځای په هزار ګنجي سیمه کې پر یوه کور چاپه وهلې او هلته موجودو وسله والو ته یې د تسلیمېدو امر کړی وو خو هغوی د تسلیمېدو پر ځای پر امنیتي سرتېرو ډزې وکړې چې پکې درې پولیس والا ټپیان شول. د نوموړي په خبره د امنیتيو ساتونکو په ځوابي کاروايي کې څلور وسله وال ووژل شول.

پولیسو د وژل شویوکسانو په اړه لا څه نه دي ویلي چې له کومې وسله والې ډلې سره یې تړاو درلود.

تر دې وړاندې د ګل او نهې په منځنۍ شپه په سریاب سیمه کې پر پولیس روزنیز مرکز د وسله وال په یوه خونړي برید کې ۶۱ نوي روزلکېدونکي پولیس سرتېري ووژل شول او نژدې ۱۲۰ نور ژوبل شول.

XS
SM
MD
LG