د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: د شلوزان تنګي وګړي خپل شناختي کارډونه غواړي


د کورمې شلوزان تنګي اوسېدونکي وايي، پولېټېکل انتظامیې ورڅخه شناختي کارډونه اخیستي دي او اوس یې نه ورکوي.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکو چې د کډوالۍ ژوند تېروي تېر ماښام مشال راډیو ته وویل، پر بېلا بېلو امنیتي پوستو ورڅخه کارډونه اخیستل شوي چې د دوی ورځنۍ چارې او ازادانه تګ راتګ یې اغېزمن کړی دی.

د پولېټېکل انتظامیې یوه چارواکي محمد رفیق مشال راډیو ته وویل، دوی ځکه شناختي کارډونه اخیستي دي چې د سیمې اوسېدونکي خپلو کلیو ته ستنېدو ته اړ کړي. ده وویل، حکومت هغو خلکو ته مرستې ورکوي چې هغوی یې تر لاسه کوي او بیا هنګو، کواټ یا نورو سیمو ته ځي. په ۲۰۱۰ز کال کې په شلوزان تنګي کې تر فرقه ییز تاوتریخوالي وروسته ګڼو کورنیو کډې وکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG