د لاسرسي ځای

تازه خبر

زموږ خپله ـ شربت ګله


خبر دی چې پېښور کې چارواکو شربت ګله نېولې ده. شریت ګله د خپلو ځلېدونکیو شنو سترګو د یو انځور له وجې په ګړده نړۍ کې زیات شهرت ترلاسه کړی و، خو پاکستان هغه هم په ارامه پرېنښوده. له دې اندازه لګېدلی شي چې پاکستان له افغانانو او افغانستان سره څومره مینه لري؟

زه دلته په اروپا کې اوسېږم، یوازې شپږ کاله مې تېر شوي، زه د کډوال په حیث هم دلته نه یم راغلی، خو زما ماشومانو ته یې د اوږدې مودې وېزه ورکړې چې په ختمېدو به یې شهریت هم ورکړي. زه په خپله او مېرمن مې د دې باوجود چې په امریکا کې نه اوسو خو موږ ته یې د ګرین کارتونو په راکولو شنه څراغونه ښکاره کړي چې دلته هم راتلی شئ.

دا یوازې زما کیسه نه ده، داسې په لکونو پښتانه او افغانان په ګړده نړۍ کې شته چې له یوڅو کلونو تېرولو پس ورته ځايي حکومتونو شهریت ورکړی او دا خلک یې خپل کړي دي. خو په پاکستان کې شربت ګلې او نورو کډوالو له دېرشو زیات کلونه تېر کړل، خو لا هم پردي دي.

هوښیار پردي هم غاړېباسي - کمعقل خپل پردي کوي ژړاراځینه

شربت ګله او نور افغانان د پاکستاني شهریت وږې نه دي، خو په پېښور مین دي.

شربت ګله په پېښور کې ماشومه لویه شوه. په دې ښار کې یې غربت ولیده، تودې سړې یې وګاللې، همدلته یې پیغلتوب وکړ، ځوانه شوه، مشهوره شوه، واده یې وکړ او د بچو مور شوه خو د شنو سترګو دغه مېرمن بیا هم د پاکستان په سترګو کې ونه ځلېده او ونیول شوه.

شربت ګله او نور افغان ګلونه د پاکستان د شهریت وږې نه دي، خو په پېښور مین دي. ښکلی پېښور اوس د پاکستان په نقشه کې دی، خو له دې ښاره د پښتنو او افغانانو بېلول اوبه په ډانګ بېلول دي. که شربت ګلې یا کوم بل افغان شناختي کارت اخیستی هم وي نو یوازې د دې لپاره چې په خپلې خوارۍ مزدورۍ ګټلو پیسو یا د چا لخوا د مرسته شویو روپیو ټکو په بدل کې ځان ته یوه جونګړه جوړه کړي چې بغیر له اسنادونو ممکن نه دی.

زه دلته په پراګ کې هغه بله ورځ د کورونو د سامان یوې لویې مغازې ته ولاړم، هلته مې قالینونه هم پکې ولیدل، تر ټولو قیمتي قالینونه پکې د پاکستان وو. ما په پېښور کې وخت تېر کړی، د خراسان کېمپ، د اټک د کډوالو کورونه او په پېښور کې د قالینونو مارکیټونه مې لیدلي چې افغان کاریګر پکې قالینونه جوړوي او بیا همدغه قالینونه نړیوال مارکیټ ته ځي او د پاکستان نوم پرې لیکل کېږي.

یو وخت پاکستان ترکمنو قالین جوړونکیو ته ویلي ول چې تاسو (ښه کډوال) یئ او موږبه درته شناختي کارتونه درکړو. کېدای شي ورکړي یې هم وي، خو: هم مې ووژني پخپله هم په ما پسې ژړا کړه، لرې نه ده چې بله ورځ یې هغوی هم د تورو تمبو شاته غورځولي وي.

شربت ګله به له زندانه راخلاصه شي، د لوی افغانستان په سینه کې به ځان له یوه جونګړه ومومي او دا کار به نورو افغان کډوالو ته هم دا خبره واضحه کړي چې نور دې نو د خپل ابۍ دادا وطن ته لاړ شي

دا ښه خبره ده چې افغان حکومت د شربت ګلې دوسیه څېړي او په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال وايي، دوی به د خپلې شربت ګلې پوښتنه کوي، ځکه چې هغه د افغانستان د مظلومیت ژوندی انځور دی چې په تېرو څلورو لسیزو کې یې د نړۍ پام ځان ته راګرځولی دی.

شربت ګله به زندان نه راخلاصه شي، د لوی افغانستان په سینه کې به ځان له یوه جونګړه هم ومومي او دا کار به نورو افغان کډوالو ته هم دا خبره واضحه کړي چې نور دې نو خیالي خوبونه پریږدي او د خپل ابۍ دادا وطن ته لاړ شي، ځکه چې پردی وطن د مېړو قدر کموینه.

XS
SM
MD
LG