د لاسرسي ځای

تازه خبر

ما له د سترګو تاوان راکړه!


شربت ګله
شربت ګله

دېرش کاله جنګ، ۱۵ لکه مړي، ۳۵ لکه کډوال، دا د افغانستان کیسه ده. او هم دا د شربت ګلې د ژوند کیسه ده!

د هغې مور پلار د شورویانو په بمبارۍ کې ووژل شول. کور او کلی يې وران شول. لا ډېره ماشومه وه چې له خپلې نیا سره په یخه یخنۍ او واورو کې په دنګو دنګو غرونو راواوړیده او په پاکستان کې مهاجره شوه.

هغې له قدرت ډیرې ښایسته او له غروره ډکه سترګې ورکړې وي. خو جنګ او مهاجرت پکې ویره او وحشتونه وکرل. په پیښور کې د کډوالو په کیمپ کې دېره شوه. د دې ساده پښتنې لپاره ماضي تریخ او مستقبل بې باوره وو.

د شربت ګلې تصویر د زمانې په زړه کې ځای شو خو هغه هيره شوه.

هغې د خپل خوار و زار ژوند کیسه په خپل زړه کې پټه ساتلې وه خو سترګو ورسره وفا ونکړه... د هغې شنې سترګې ښایسته هم وې او زورورې هم ــــ خو د هغې شونډې وچې او مخ غمژن وو.

د هغې یو تصویر هغه له یوې مهاجرې “مونالیزا” جوړه کړې وه. دغه یو تصویر د هغې د خاورې د جلال تصویر هم وو او د جمال هم. دغه تصویر د درد تصویر هم وو او د ارمان هم.

اسټريليا: د هنري اثارو په يو دکان کې د شربت ګلې مشهور تصوير
اسټريليا: د هنري اثارو په يو دکان کې د شربت ګلې مشهور تصوير

دا تصویر په مجلو او ورځپاڼو کې خپور شوـ په فرېمونو کې ځای شو او د نړۍ پرمختللو ښارونو کورونو، دفترونو او بازارونو ته ورسېد. هر څو که د شربت ګلې د خپل ژوند هېڅ قیمت نه وو خو د هغې تصویر په میلیونونو کې وپلورل شو.

د کارپوریټ دنیا د ظلم انداز هم ډېر عجیبه وي. د هغې تصویر د زمانې په زړه کې ځای شو خو هغه هېره شوه. ډېر کلونه وروسته خبر راغی چې شربت ګله واده شوې ده او له خپلو بچو سره د غرونو په لمن کې په خپل کلي کې ژوند کوي. او چې په دویم ځل د هغې تصویر مخې ته راغلی نو هغه وخت ځپلې وه خو د هغې سترګې هم هغه شان تاندې او تپاندې وې.

افغانان لا د زاړه جنګ له وحشته نه وو بهر شوي چې یوه نوي جنګ په خپلو پنجو کې ګیر کړل. یوځل بیا جنګي الوتکې اوچتې شوې او اسمان سور شو. له شربت ګلې سره د خپلو ماشومانو د تورې بوړې له غرونو بیا د سرپناه په لټون کې پیښور ته راورسېده. بیا مهاجره شوه. په خپل کور کې مهاجره!

شربت ګله پاکستاني پوليسو د جعلي پاسپورټ جوړولو په تور نېولې
شربت ګله پاکستاني پوليسو د جعلي پاسپورټ جوړولو په تور نېولې

نن د پاکستان میډیا راپور ورکړ چې شربت ګله د جعلي شناختي کارډ جوړولو په تور ونیول شوه او د پوښتنو ګروېږنو لپاره پولیسو ته په لاس ورکړل شوه.

ما نن یو ځل بیا د شربت ګلې عکس ته په ځیر ځیر وکتل. د هغې په سترګو کې پېغور وو. دا پېغور د هغو ټولو قامونو په نوم وو چې د هغې کور يې د جنګ په لمبو کې وسېځلو او هغه يې د پيښور په لارو کوڅو کې بې نومه او بې نشانه پرېښوده.

XS
SM
MD
LG