د لاسرسي ځای

تازه خبر

'امریکا او روس پر شام په خپلمنځۍ شخړه اخته کېدلای شي'


د امریکا ولسمشرۍ نوماند ډونلډ ټرمپ
د امریکا ولسمشرۍ نوماند ډونلډ ټرمپ

د امریکايي ولسمشرۍ نوماند ډونلډ ټرمپ او د امریکا د ملي استخباراتو مشر جېمز کلېپر ویلي که په شام کې د هیلري کلنټن کړی وړاندیز عملي شو نو ښايي امریکا او روس په خپلمنځۍ شخړه کې ښکېل شي.

د رپوټ په لیکنه، د ولسمشرۍ بلې نوماندې هیلري کلنټن ویلي چې امریکا باید د عامو خلکو د ژغورلو لپاره په ځینو سیمو کې د الوتکو پر پروازونو بندیز ولګوي.

ډونلډ ټرمپ ویلي چې که امریکا داسې وکړي نو ښايي دا د درېمې نړیوالې جګړې سبب وګرځي خو جېمز کلېپر ویلي، روس ښايي د امریکا الوتکې را وغورځوي.

جېمز کلېپر زیاته کړې که روس دا وګڼي چې امریکايي الوتکې پر مځکه د روسي عسکرو لپاره خطر جوړوي نو هغوی به یې را وغورځوي.

د هغه په وینا، روس چې خپل پرمخ تللی او وړتیا لرونکی دفاعي نظام په شام کې لګولی دی نو مانا یې دا ده چې استعمالوي به یې.

د اوسني ولسشمر باراک اوباما ادارې له روس سره د پوځي شخړې له امله په شام کې د نه الوت سیمو رامنځ ته کولو له ګامه ډډه کړې ده.

د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي چې دا وړاندیز یوازې هیلري کلنټن نه دي کړی بلکې د ډونلډ ټرمپ خپل مرستیال مایک پینس هم ورته نظر لري.

خو ډونلډ ټرمپ د اکتوبر پر پنځویشتمه رویټرز خبري اژانس ته ویلي که د هیلري کلنټن خبره ومنل شوه نو پایله به یې په درېمه نړیواله جګړه کې ښکېلېده وي.

د ډونلډ ټرمپ په وینا، اوس شام یوازې نه دی بلکې روس او ایران هم دي او روس داسې هېواد دی چې ایټمي وسلې هم لري.

د مشال راډیو خبرونو مرکزي څانګې رپوټ

XS
SM
MD
LG