کوټه وژل شوی کپتان روح الله مومند خارو ته وسپارل شو
د کوټی پر پولیس روزنیز مرکز د اکتوبر پر ۲۵مه نېټه د نهې په ورځ د وسله والو په برید کې د مومندو یو پوځي کپتان روح الله مومند هم وژل شوی وو چې په خپل کلي کې خارو ته وسپارل شو. د روح الله مومند کورنۍ له مومندو ۴۰ کاله وړاندی له کمالي حلیمزو څخه پېښور ته کډه کړې وه. د ۲۷ کلن روح الله مومند پلار ډاکټر حبیب الله مومند وایي، چې زوی ته یې کوژدنه کړې وه او اوس یې د واده تیاري روانه وه. ډاکټر حبیب الله مومند په کابل کې د ډاکټرۍ (اېم ډي) سبق ویلی دی، او په پېښور کې خپل شخصي روغتون لري. دی وایي چې روح الله مومند ۷ کاله وړاندې په پوځ کې د کپتان پر څوکۍ نوکر شوی وو او د کوټې علاوه یې په وزیرستان کې هم د وسله والو پرضد په عسکري عملیاتو کې برخه اخیستې وه. د روح الله مهمند مړې یې پېښور کې خاورو ته سپارلی دی خو د فاتحې دعا یې په شوکدر کې د خپل نیکه کره اخیستل کېږي. د شاهنواز ترکزي ویډیو