د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفندیار: د کوټې پېښه د پښتنو او بلوڅانو نسل کشي ده


د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د نهې/سېشنبې په ورځ د کوټې پېښه د پښتنو او بلوڅانو ټولوژنه (نسل کشي) وبلله ده او وویې چې هېڅوک باید پر دغه پېښه خپل سیاست و نه کړي. د نوموړي په وینا که پر قامي کړنلاره (نېشنل اېکشن پلان) سم عمل شوی وای نو د کوټې پېښه به نه رامنځ ته کېدله.

په کوټه کې یوه خبري کنفرانس ته اسفندیار ولي خان وویل، چې د پاکستان بهرنۍ او کورنۍ تګلارې له ناکامۍ سره مخامخې دي او پکار ده چې یوځل بیا ورته کتنه وشي او هغه کمزوریانې هیسته کړل شي چې له امله یې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوې دي.

اسفندیار ولي خان زیاته کړه چې دی له تېرو څلورو پنځو میاشتو راهیسې چیغې وهي چې نه یوازې بهرنۍ بلکې کورنۍ تګلاره هم باید له نوې سره وکتل شي چې ګټې او تاوانونه یې جوت شي. (او که د خپلې تګلارې نقصان نشو ختمولای نو کمولای خو یې شو.)

دنوموړي په وینا چې د پاکستان ترقۍ لپاره یو پیاوړی او ټینګافغانستان مهم دی، ځکه چې د پاکستان او افغانستان امنیت د دواړو ګاونډیو هېوادونو په ګټه دی.د دواړو هېوادو ترقي او خوشالي له یوبل سره تړلې ده.

د یوې پوښتنې په ځواب کې د عوامې نېشنل ګوند مشر وویل چې ترڅو ټول سیاسي ګوندونه په خپلو کې اتحاد اواتفاق و نه کړي تر هغو دغه هېواد له ترهګرۍ نه شي پاکېدلای.

هغه زیاته کړه چې له بده مرغه په زیاترو پېښو کې پښتانه وژل کېږي. د دغه پېښو مخنیوي لپاره په ګډه سره هلوځلو ته اړتیا لیدل کېږي.

اسفندیار ولي خان وویل چې د نهې ورځي د کوټي ناوړه پېښې له امله یې په دغه ښار کې د خپل ګوند د چارشنبې ولسي غونډه وځنډوله ځکه چې دا د پښتنو دود او دستور نه دی چې په یو کور کې مړی پروت وي او بل کور دې خوشالي کوي.

د اې اېن پي مشر پر صوبايي حکومت هم نیوکې وکړې او یې ویل چې استخباراتي ادارو ورته وار دمخه د ترهګرۍ د یوې ممکنه حملې اطلاع ورکړې وه نو یې ولې د پولیسو حفاظت لپاره امنیتي ګامونه نه وو پورته کړي.

اسفند یار ولي خان دا هم وویل، د هغه حکومتي امرپلټنې دې وشي چې د پولیسو تربیتي مرکز کې پولیس سربازان بې له څه وجې او سببه له تېرو لسو ورځو راهیسې ساتل شوي ول.

اسفندیار ولي خان تیره ورځ د نوازشریف او پوځ مشر راحیل شریف د کوټې دورې ته ګوته ونیوله او و یې ویل، پکار ده چې دنیا ته ښکاره کړو چې د تره ګرۍ پرضد موږپه یوه خوله یو خو دا پکار نه ده چې د بې ګناه کسانو پر وینو خپل سیاست وکړو.

د نومبر پر دویمه نېټه په اسلام آباد کې د تحریک انصاف ګوند له لوري د درنې (پر سړکونو پرلت یا ناسته) په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د عوامي نېشنل ګوند مشر زیاته کړه چې دوی بهکله هم د غیر- اییني تبدیلۍ حمایت و نه کړي بلکې که یوڅوک داسې هڅه وکړي نو عوامي نېشنل ګوند به یې په عملي توګه مخالفت وکړي.

XS
SM
MD
LG