د لاسرسي ځای

تازه خبر

په رقعه کې د داعش خلاف عملیات پیلوو: کارټر


د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي د امریکا په مشرۍ اتحادي ځواکونو ویلي دي چې دوی د شام په رقعه ښار کې د اسلامي دولت وسلوالې ډلې خلاف عملیات پیلوي.

د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي د امریکا په مشرۍ اتحاديو ځواکونو ویلي دي چې د شام په رقعه ښار کې د اسلامي دولت وسلوالې ډلې خلاف عملیات پیلوي. دغه ښار په شام کې د اسلامي دولت ډلې یو مهم مرکز ګڼل کیږي.

دا خبر له هغې وروستو مخې ته راغلی دی چې په دا وروستیو کې عراقيو عسکرو د دغه هېواد په شمال کې د موصل خلاف پراخ عملیات پیل کړل.د امریکا دفاع وزیر ایش کارټر په پیریس کې ویلي دا د دوی په پلان کې شامل دي چې دواړه عملیات به په یو وخت کې ترسره کېږي.

نوموړي په پیریس کې د امریکا په مشرۍ کې د داعش خلاف د جنګیدونکیو ۱۳و هېوادونو د دفاع وزیرانو تر غونډې پس دغه څرګندونې وکړې.

ایش کار ټر وویل د دغو دواړو عملیاتو پر یو بل پسې کېدل د دوی په پلان کې وو، او د دې لپاره یې کار هم پیل کړی دی.

ده په دې اړه نور معلومات ورنه کړل چې د رقعه نیولو لپاره به عملیات کله پیلېږي خو دومره یې وویل چې په دغه ښار کې به عملیات د داسې پیاوړو او اهلو ځايي عسکرو لخوا ترسره کېږي چې دوی د دغه کار لپاره ټاکلي دي. بلخوا د فرانس ولسمشر فرانسوا اولاند وایي چې دوی باید یوازې د موصل ښار بیرته نیول کامیابي ونه ګڼي بلکې وړاندې هم وګورې.

رقعه د موصل وروستو د داعش ډلې یو مضبوط او ټینګ مرکز ګڼل کیږي، او که چیرې موصل کې د اسلامي دولت ډلې وسلوال د ماتې سره مخ شول، نو رقه به د دوی اخری لویې مرکز پاتې شي.

فرانسوا اولاند دا هم وویل باید داعش ته نه یوازې په عراق او شام کې بلکې په هر ځای کې ماتې ورکړای شي. بلخوا د اکتوبر تر ۲۵مې نیټې پورې د موصل سره په نږدو کلیو کې د داعش خلاف عملیات روان دي.

د عراق یو پوځي چارواکی مېجر جنرل حیدر فاضل وایي د دوی عسکر له موصل سره په شپږ کلومیټرۍ کې یو کلي ته رسېدلي دي. په دغو سیمو کې د تېرو نهو ورځو راهیسې جګړه روانه ده، او پوځي چارواکي وایي دغه نور وخت هم اخیستلای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG