د لاسرسي ځای

تازه خبر

د موصل نيو لو په عملياتو کې پرمختګ شوی دی


عراقي ځواکونو له موصل سره نږدې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر مهمو مرکزونو يرغلونه کړي دي.

عراقي او کردي ځواکونه له اسلامي دولت وسله والې ډلې څخه د موصل ښار د نيولو عملياتو په لړ کې د دوشنبې په ورځ ښار ته نور هم ورنږدې شوي دي.

عراقي ځواکونو له موصل سره نږدې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر مهمو مرکزونو خازنه، خازنه تباع او توب زواع يرغلونه کړي دي.

د کلي تر نيولو وروسته عراقي ځواکونو ولسي وګړو ته د وتو لار ورکړې ده.

د موصل ښار نيو په اړه روانو عملياتو کې ګڼ شمېر خلک بې کوره شوي دي.
د موصل ښار نيو په اړه روانو عملياتو کې ګڼ شمېر خلک بې کوره شوي دي.

د موصل په جنوب کې هم عراقي ځواکونو له داعش وسله والو سره تر جګړې وروسته د شورا ښار يو وړوکی کلی نيولی دی.

له دې سره سره کردي پيشمرګه ځواکونو د مسيحانو په تاريخي ښارګوټی کې چې تېره اونۍ یې نيولی وو ځان نور هم پیاوړی کړی دی.

په باشيقا سيمه کې د دوشنبې په ورځ هم د اسلامي دولت وسله والو او کردي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه وه.

هلته بيا د عراق په شمال لوېديځ کې هم د کردي ځواکونو او وسله والو په جګړه کې ۱۵ وسله وال وژل شوي دي.

د ترکي وزیراعظم ويلي، له کله راهيسې چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد عمليات پیل شوي ځواکونو يې ۱۷ وسله وال وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې عراقي وزيراعظم حيدر العبادي پر ترکي يو ځل بيا غږ کړی چې د موصل ښار د نيولو په عملياتو کې دې ځان نه ښکېلوي.

د دوشنبې په ورځ د ترکي بهرنيو چارو وزير ويلي وو، انقره هم د موصل د نيولو په عملياتو کې برخه لري او د امريکا په مشری عمليا تو کې يې څلورو ايف شپاړس جنګي الوتکو برخه اخستې ده.

تر دې يوه ورځ وړاندې د ترکي وزیراعظم بنالي يلدرمي ويلي وو چې له کله راهيسې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد عمليات پیل شوي د دوی ځواکونو ۱۷ وسله وال وژلي دي.

عراقي وزيراعظم حيدر العبادي پر ترکي يو ځل بيا غږ کړی چې د موصل ښار د نيولو په عملياتو کې دې ځان نه ښکېلوي

خو عراقي وزيراعظم د دوشنبې په ورځ د ترکي دا خبره دروغ او بې اساسه و بلله.

بلخوا ايران چې د عراق نږدې ملګری دی ويلي ، ترکي بايد هرو مرو د موصل ښار د نيولو په عملياتو کې د برخې اخستلو اجازه له بغداده واخلي.

د ايران بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي د دوشنبې په ورځ ويلي، دا بالکل د منلو وړ نه ده چې يو هېواد د ترهګرۍ يا جنايتونو پرضد د عملياتو په پلمه کوشش وکړي چې د يو بل هېواد له خودمختاری سرغړونه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG