د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاسي ګوندونو د پولیسو پر روزنیز مرکز برید وغانده


د بلوچستان صوبې په سرښار کوټه کې د پولیسو پر یوه روزنیز مرکز د ترسره شوي برید په غبرګون کې د پاکستان بېلا بېلو مختلفو ګوندونو په خپل غبرګون کې پر حکومت نیوکې کړې چې د ولس په ساتلو کې ناکامه شوی دی.

سیراج الحق
سیراج الحق

د جماعت اسلامي امير سراج الحق مشال راډيو ته وويل، حکومت وايي چې د ضرب عضب عملياتو له وجې په ملک کې د امنيت وضعه ښه شوې ده خو دا قسمه پېښې د حکومت دعوې غلطې ثابتوي.

د سراج الحق وینا وه چې په پاکستان کې د امنيت وضعه ښه نه ده او چې وسله وال چېرته هم وغواړي حمله کولې شي نو حکومت دې په خپلو پالیسيانو غور وکړي.

د عوامي نېشنل ګوند جنرل سېکرېټري ميا افتخار حسېن وايي، د حکومت په دغه دعوو کې هېڅ حقیقت نشته چې وايي، په ملک کې ېې وسله وال په زيات شمېر کې له منځه وړي دي.

افتخار حسېن
افتخار حسېن

هغه وویل، د ضرب عضب عملياتو له وجې صرف په شمالي وزيرستان کې امن راغلی دی، په نور ملک کې اوس هم د ترهګرۍ پېښې رامخې ته کېږي لکه د پېښور ارمي پبلیک سکول پېښه، په باچا خان پوهنتون حمله، د لاهور په واګا بارډر او ګلشن اقبال پارک کې حملې کول، نو دا ټول بريدونه ښيي چې وسله وال کمزوري کړل شوي نه دي بلکې د تر یو مصلحت لاندې هغوی خاموشي خپله کړې ده.

د ذکر ده چې د روان کال په اګست مياشت کې د کوټې سیویل هسپتال د شعبه حادثات د لویې دروازې مخې ته شوي یوه ځانوژنکي بريد کې تر اوياؤ (۷۰)زيات کسان وژل شوي ول چې ډېری وکيلان ول.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټر عثمان کاکړ وايي چې په پاکستان کې د دومره استخباراتي ادارو باوجود دا قسمه پېښې رامخې ته کېدل د افسوس وړ خبره ده.

عثمان کاکړ
عثمان کاکړ

نوموړې وايي چې د صوبايي او وفاقي حکومت کمزوريانې پر خپل ځای خو استخباراتي ادارې ولې د داقسمه حملو په اړه له وړاندې معلومات نه ورکوي؟

د عثمان کاکړ په وینا که امنيتي او استخباراتي ادارې په سمه توګه خپل کارونه وکړي او په قامي اېکشن پلان سر تر پایه عملداري و نه شي نو دا قسمه پېښې به په راتلونکې کې هم رامخې ته کېږي.

د ذکر ده چې د پوليسو په ياد تربيتي مرکز په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کې هم حملې شوې وې.

XS
SM
MD
LG