د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فرانس کې د کډوالو یو کېمپ تړل کیږي


د فرانس چارواکو نن د دغه هېواد په شمال کې د کیلې ښار سره نږدېد کډوالو د یو کیمپ د بندولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

دغه کیمپ چې جنګل نومیږي ، ویيل کېږي په دغه کیمپ کې د افريقا، منځني ختيځ منځنۍ ایشیا نا شپږنيم زره پناه غوښتونکي دېره دي، خو غیر سرکاري ادارې د دغو پناه غوښتونکیو شمېره بیا اته زره ښایي . دغه پناه غوښتونکې غواړي چې برتانيي ته ولاړ شي.

د سوډان يو کډوال ابراهيم د چين مرکزي ټیلیويژن ته وويل:

”زه نه غواړم بل ځاى لاړ شم، زه به په جنګل نومي کیمپ کې يم که هرڅه پېښېدل. که دوى دا کیمپ وران هم کړي، زه به دلته يم. زه بې کوره يم خو ناهيلى نه يم، ځکه زه پوهېږم چې څه کوم. زه پوهېږم يوه ورځ به وتوانېږم چې کاناډا ته لاړ شم“

له دغو عملياتو سره، چې يوه اوونۍ به دوام کوي، د مرستې لپاره څه باندې دوولس سوه پوليس ګمارل شوي دي. دغه کډوال به په بسونو کې نورو کیمپونو ته بوتلل کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG