د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنديو او پاکستانيو عسکرو پر پوله یو پر بل ډزې کړي


د هند او پاکستان چارواکي وایي په لانجمنه سیمه کشمیر کې نن د پولې دواړو غاړو ته په ډزو کې د پاکستان دوه عام وګړي او د هند یو عسکر وژل شوی دې. د پاکستان پوځ نن ویلي په وژل شوو عامو کسانو کې د یو کال ماشوم هم شامل دی.چارواکي وایي په دغه پيښه کې د پاکستان اړخ ته ووه عام وګړي ژوبل شوي هم دي.

د هند پوځي چارواکي وایي پر پوله د ډزو په تبادله کې د دوی یو امنیتي عسکر وژل شوی او یو ټپي شوی دی.

د پاکستان او هند تر منځ یو وار بیا د کشمیر پر لانجمنه سیمه د ډزو له وجې تاو تریخوالی زیات شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG