د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا اییني اصلاحاتو لپاره دې بارلېمان ته نوی بل نه راوړل کېږي


په قامي اسمبلۍکې د فاټا له پارلیماني مشر حاجي شاه جي ګل
په قامي اسمبلۍکې د فاټا له پارلیماني مشر حاجي شاه جي ګل

د قبایلي سیمو د پارلیمان غړي وایي حکومت ته يي ویلي دي چې د نوي بل پر ځايي دې فاټا اصلاحات د ۲۲م ایینې ترمیمي بل برخه وګرځوي ځکه چې دغه بل په اسمبلۍ کې دوی وړاندې کړی وو نو د هغه بل په موجودګۍ کې نوی بل راوړل غېر اییني دی.

د دوی په وینا که چېرې فاټا اصلاحات د ۲۲م اییني ترمیمي بل برخه وګرځول شوه نو دا عمل به ډېر ژر سر ته ورسي.

په۲۰۱۵ م کال کې د قبایلي سیمو د پارلیمان غړیو ۲۲ م اییني ترمیمي بل په قامي اسمبلۍکې جمع کړی وو چې پکې يې له وفاقي حکومته غوښتلي وو چې قبایلي سیمې دې په خېبرپښتونخوا کې شاملې کړل شي، چې وروسته حکومت د قبایلي سیمو د اییني حیثیت بدلولو لپاره فاټا اصلاحاتي کمېټۍ جوړه کړه چې د قبایلو نظر وپوښتي.

د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په اړه د حکومت وینا وه، دوی به نوی بل راوړي چې د فاټا پارلېمان غړیو غوښتنه پکې کړې وه چې حکومت دې دا اصلاحات د مخکې نه وړاندې کړل شوي ۲۲م اییني ترمیمي بل برخه وګرځوي.

په قامي اسمبلۍکې د فاټا له پارلیماني مشر حاجي شاه جي ګله د مشال راډیو خبریال سیراج ظهیر پوښتلي چې تاسو ولې د نوي بل پرځای د زاړه بل غوښتنه کوئ نو هغه وویل چې د زاړه بل په ذریعه دوی زر تر زره فاټا اصلاحاتي عمل منظورولی شي.

نوموړي زیاته کړه:

(زموږ اصل مقصد دا وو چې موږ د پارلېمان په ذریعه دا عمل ترسره کړو او ځکه يې دا بل برخه کوو چې بیا په دې باندې په ایګزېکټیو ارډر په زریعه پکې څه مسله جوړه نه شي چې څه هم کېږي چې د پارلیمان په ذریعه وشي، چې څنګ د ټولو پاکستانیانو لپاره کېږي چې هم دغه رنګ د فاټا د ولس لپاره طریقه کار وي.

۲۲ م اییني ترمیمې بل چې کوم موږ جمع کړی وو نو په هغه کې هم موږ ویلي ول چې قبایل دې په خېبر پښتونخوا کې ګډ کړل شي. او بله دا چې د ارټیکل ۲۴۷ لاندې موږ بل څه قسمه بل هم نه شو جمع کولی نو ځکه مو دا غوښتنه وکړه او اوس خو فاټا ریفارمز کمېټۍ هم دا ویلي چې قبایل دې د خېبرپښتونخوا برخه وګرځول شي.)

د فاټا پر اصلاحاتو بیا د جمعیت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان دریځ دا دی چې د فاټا اییني حیثیت بدلولو مخکې یوه ټولپوښتنه (رېفرنډم) وکړل شي چې قبایلي ولس څه غواړي.

XS
SM
MD
LG