د لاسرسي ځای

تازه خبر

وفاقي حکومت دې له اقتصادي راهدارۍ کالاباغ ډېم نه جوړوي


چین - پاکستان اقتصادي لار دې له پښتونخوا تېره کړل شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:53 0:00

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان اسمبلۍ غړی سيد لياقت اغا وايي، د چین ــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ مغربي لار که نه جوړېږي نو دوی به یې پرضد هر ممکن ګام پورته کوي. د نوموړي په خبره په هم دېموخه د بلوچستان صوبې ګورنر محمدخان اڅکزي په مشرۍ يو پلاوی چين ته روان دی او هلته به له چارواکیو سره پر اقتصادي راهدارۍ خبرې کوي.

په کراچۍ کې د اتوار په ماښام د ښار په ناظم اباد سيمه کې د يوې عوامي جلسې وروستو له مشال رېډيو سره د خبرو پروخت لياقت اغا وويل چې دوه کله هم په دغه منصوبه کې د مغربي لارې د جوړولو تېر شوي نه دي او په تېرو وختونو کې يې هم د مرکزي حکومت او وفاقي وزير احسن اقبال سره په دې اړه يو شمېر ملاقاتونه کړي دي.

پر دې مهال هغه دا اعلان هم وکړ چې سږ کال د دسمبر په مياشت کې به دوی په کراچۍ کې لويه غونډه کوي چې پکې به د ګوند مرکزي مشر محمودخان اچکزی هم ګډون کوي.

نوموړي زياته کړه چې دوی د ۲۰۰۶م راهیسې هم دا خبره کوي، که چين ـــ پاکستان اقتصادي لار جوړېږي نو لومړۍ به هغه لار جوړېږي چې د پښتنو له سيمو تېره شوې وي يانې کوټه، قلات، ګوادر، ژوب او بيا په خېبر پښتونخوا کې د ډېره اسماعيل خان په سيمه۔

((موږ اوس هم په خپله دغه خبره ولاړ يو، که دا مغربي لار نه جوړېږي نو بيا به مرکزي حکومت له دې منصوبي کالاباغ ډېم جوړول غواړي.))

دغه دستورې ته په خپله وېنا کې د ګوند صوبايي مشر نذيرجان خان هم د چين - پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه د ګوند دريځ وړاندې کړو او ويې ويل چې د دوی وړومبۍ غوښتنه هم مغربي لار ده.

((که چين – پاکستاناقتصادي راهداري جوړېږي نو د پښتنو له سيمو به تېرېږي او که داسې نه وي نو بيا به دا منصوبه کله هم جوړه نه شي، خو که بيا يې هم څوک جوړوي نو پښتونخوا ملي عوامي ګوند به ورسره د کالاباغ ډېم په رنګ کار کوي.))

دا دستوره د پښتونخوا ملي عواميګوند د سیند پخواني صوبايي مشر حکيم خان مندوخېل د اووم تلين او د۱۹۸۳م کال په ۷ اکتوبر په کوټه کې د جمهوریت لپاره د وژل شویو ګوندي غړیو او بیا په ۱۱م اکتوبر ۱۹۹۱م کال په کوټه کې د دغه ګوند پر مرکزي دفتر په شوي بريد کې د وژل شوو کارکنانو په ياد کې راجوړه شوې وه.

پر دې موقع په خپله وېنا کې د ګوند صوبايي مشرانو د دولسم مې دوه زره اووم د پېښو د پلټنو او د موجوده ښاروال وسيم اختر د لیرې کولو غوښتنې وکړې او ويې ويل چې د دولسم مې د وژل شویو او ژوبلو کسانو لپاره دې هم د نورو پېښو په رنګ د مالي مرستو اعلان وکړل شي.

XS
SM
MD
LG